که طالبان افغانستان ونیسی نو نړیواله ټولنه به ئې په رسمیّت ونه پيژني
(last modified Sat, 14 Aug 2021 08:08:08 GMT )
Aug 14, 2021 12:38 Asia/Kabul
  •  که طالبان افغانستان ونیسی نو نړیواله ټولنه به ئې په رسمیّت ونه پيژني

سټولتنبرګ  د خپلو څرګندونو په پاې کې  یادونه کړې ، ناټو موسیسه  په کابل  کې خپل ډيپلوماټیک شتون ته دوام ورکوي .  

زمونږخبریال دآناتولي خبری آژانس له قوله راپورراکړ،د ناټوموسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي که طالبانو پخپلو حملو سره د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي،نو په رسمیّت به ئې ونه پيژني . 

 هغه ددې خبرې په کولوسره چې د افغانستان دحالاتو په باب د ناټو له غړوهیوادونو سره په مشورو لګیایوو،مدعی شوی ناټو ځواک به ترممکنه حده د افغانستان دحکومت ملاتړ وکړي،خود ناټو د پرسنلو امنیت له بل هرڅه زیات اهمیّت لري .د ناټو موسیسې عمومی منشي  په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې دطالبانو د بشري حقوقو دخلاف ورزیو د موردونو او تاؤتریخوالو په اړه اندیښمن یوو،زیاته کړې ده،دغه ډله باید درک کړي،چې که افغانستان په زوره ونیسی،نو  نړیواله ټولنه به ئې په رسمیّت نه وپيژني،البته له سیاسی حل لارې څخه ملاتړغوڅه اراده موجوده ده.سټولتنبرګ د خپلوڅرګندونو په پاې کې  یادونه کړې،ناټو موسیسه  په کابل کې خپل ډيپلوماټیک شتون ته دوام ورکوي .  

 

ټیګونه