چین له امریکا سره یوازې د متقابل احترام په اساس اړیکې غواړي
چین او امریکا د تایوان هانګ کانګ په چارو کې د واشنګټن دلاسوهنو او دغه راز دچنوبی چین په سمندر کې د پوځي شتون او د کرونا ویروس د سرچینې په باب داختلاف په دلیل ترینګلي حالاتو سره مخامخ شوي او اړیکې ورځ تر بلې په خړپړیدا دي .
زمونږ خبریال له بیجینګه راپور راکړ، د چین دخارجه وزارت ویندوي ژائو لیجیان بیګا په بیجینګ کې په خبري ناستې کې ووئیل ، ددغه هیواد حکومت د امریکا او چین ترمینځ داړیکو او خبرواترو په زمینې کې جدي او روښنه دریځ لري او له دخالت پرته دخبرواترو هرکلی کوي .
لیجیان زیاته کړې ده امریکاد چین په کورنیو چارو کې ګوتې وهي او ددغه هیواد دګټو په کمزوري کولو پسې ده ، په داسې حال کې چې دغه کړچار به رغنده نه وي او امریکا په دروغو پر چین تورونه لګوي .