په افغانستان کې د امریکا په سټراټژيکې ماتې اعتراف
د امریکا یوه سناتور میچ مک کانل وئيلی دي ، دا چې امریکا په افغانستان کې جنګ دروي ، دا په دې معنا نه ده چې ترهه ګر هم ختمیږي او له مینځه ځي . دوي په افغانستان کې دي او خوشال دي چې امریکا ئې په افغانستان کې په ګونډو کړې ده .
له افغانستانه د امریکا دبشپړ وتنې له یوې میاشتې تیریدا وروسته، ددغه هیواد دفاع وزیر لویډ آستیّن او د پوځ لوي درستیز مارک میلي پرون ناوخته د امریاک په مشرانو جرګې کې د پوځ د چارو په کمیټې کې په شتون سره ،له افغانستانه د دغه هیواد دبې شرمې وتنې په باب د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووئيل .
لویډ آستیّن په دغې ناستې کې ، په افغانستان کې په شل کلن جنګ کې دواشنګټن کړچار تر پوښتنې لاندې وروست او په افغانستان کې ئې په ملت جوړونې کې د امریکا په بې وسۍ اعتراف وکړ . جنرال مارک میلي هم په دې باندې په اعتراف سره چې له افغانستانه وتل ، یوه سټراټژيکه ناکامي وه ، ووئيل په امریکا باندې دحملې په هیلې سره دالقاعدې یا داعش بیرته غونډیدا یو ډیر زیات واقعي احتمال دی . هغه مدعی شوی چې جوزف بایډن ته ئې سپارښتنه کړې وه ،په افغانستان کې لږ ترلږه دوه نیم زره امریکائی عسکر وساتئ . د امریکا دپوځ او پنټاګان د مشرانو دغه دریځ ، دسپينې ماڼۍ له دریځ سره په تضاد کې دی . د سپينې مانۍ ویندوئې جن ساکی وئيلی دي چې که امریکاپه افغانستان کې خپل دوه نیم زره عسکر ساتلي وائ ، نو دا موضوع له طالبانو سره د جنګ سبب کیدله .
له افغانستانه د وتلو په باب د ادعاګانو، دریځونو لالهاندي او تیریګرې ادعاګانې ددې ښودنه کوي ، چې تر دې دمه د جوبایډن حکومت ، ددغې پيښې له امله له سخت ګوزار ، بې شرمۍ او تاوان موندنې نه دی وتلی او په عین حال کې حتی په ترټولو لوړه سویه هم دغه د نظر اختلاف موجود دی . له افغانستانه دهغو بې پایانه جنګونو دختمولو په پلمه د امریکائي پوځیانو د ویستلو په باب د جوبایډن حکم چې امریکا په تیرو دوو لسیزو کې ورسره ځان ښکیل کړی دی ، صادر کړی دی . په افغانستان کې په ملت جوړونې کې په ماتې او ددغې چارې د پوره کیدا لپاره په نورو هیوادونو کې دپوځي لاسوهنې لپاره دارمیکا د هڅې د پړاؤ په ختمیدا د بایډن اعتراف ، د امریکا د ملی قدرت او دهغه نړیوال اړخ د تر پام وړ حده پ،رې د ورستیدا نښه ده .
په عین حال کې د جوبایډن دغه اقدام ، دامریکا په داخل او بهرن کې له ډيرو زیاتو نیوکو سره مخامخ شوی دی او اساسا دمشرانو جرګې د وسلوال ځواک د کمیشن غونډه هم په همدې خاطر ترسره شوي ده .
د امریکا یوه سناتور میچ مک کانل وئيلی دي ، دا چې امریکا په افغانستان کې جنګ دروي ، دا په دې معنا نه ده چې ترهه ګر هم ختمیږي او له مینځه ځي . دوي په افغانستان کې دي او خوشال دي چې امریکا ئې په افغانستان کې په ګونډو کړې ده .
البته له امریکا په بهر کې هم د واشنګټن دنړیوالو سیالانو له خوا یعني د روسیې او چین له خوا او دغه راز د دامریکایانو د اروپائي شریکانو له خوا هم د جوبایډن ددغې فیصلې په باب سختې نیوکې شوي دي .
له افغانستانه د امریکائي عسکرو په ویستول کې د بایډڼ ښکاره بیړه ، په بشپړ ډول هغې پيښې ته ورته ښکاري چې له ویتنامه د امریکائي عسکرو د ویستلو په وخت شوي وه . په عین حال کې د افغانستان د نیواک او او د هغو د شل کلن نیواکګر شتون په څیر د امریکا دغه اقدام ، د دوي د نتیجو په نظر کې له نیولو پرته شوی . په دې توګه اوس حتی د امریکا تر ټولو لوړپوړی پوځي او دفاعي چارواکي هم د بایډن د فیصلې سموالی تر پوښتنه لاندې ورولي . په حقیقت کې په حاکمیّتي سوئې کې د سیاسی اختلافاتو په څير پر نورو مسئلو سربیره دافغانستان د پوځي ځواک نه چمتووالي ترڅنګ د امریکائي ځواک د وتلو له امله امنیتی خلاء ، د اغیزشیندونکي قوماندانۍ دجوړښت نه شتون، د افغان ځواک دروحیې ځوړتیا او ځیني نور موردونه سره یو ځاي شول او د افغانستان د حکومت دنسکوریدا او پر دغه جنګ ځپلي هیواد باندې د طالبانو د ولکې سبب شول .
دغه مسئلې په تیره بیا د لویډ آستیّن په څرګندونو کې ترسترګو کیږي . مسلما ددغو څرګندونو خپریدا او د امریکا د پوځ او پنټاګان دلوړپوړو چارواکو له خوا دمخالفو لیدتوګو بیانیدل ، د هغه هیواد په توګه د امریکا د پرسټیج او موقعیّت د لازیاتې کمیدا سبب شوي چې دنړیوال قدرت ادعا کوي . له بل پلوه دا موضوع ، د واشنګټن د شریکانو او متحدانو په وړاندې د امریکا د ژمنتیاؤ دپوره کیدا په باب د دوي د اعتماد لازیاتې کمیدا سبب به هم شي .