د ټي ټوینټي ورلډ کپ یو فاینلسټ معلوم شو
په اماراتو کښې د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ سیالیو په سیمي فاینل کښې نیوزي لینډ له سختې مقابلې وروسته انګلستان ته ماتې ورکړه
د انګلستان ټیم په مخکښې بیټنګ کولو سره په ټاکلو شلو اوورونو کښې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۶ منډې وکړې. په دغو منډو کښې ۵۱ رنز د معین علي وو.
د نیوزي لینډ ټیم د دغه هدف د پوره کولو لپاره د بیټنګ په پیل کښې له ستونزو سره مخ شو او ډیر زر یې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
خو د ډیرل میچل د ۷۲ منډو او د ډیون کانوی د ۴۶ منډو په مرسته یې دغه هدف د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره د نولسم اوور په وروستي بال پوره کړ او داشان یې بایللې لوبه وګټله.
په دې نتیجې سره د انګلستان ټیم چې په تیرو سیالیو کښې یې ډیره ښه لوبه کړې وه، پایلوبې ته له رسیدو پاتې شو او د نیوزي لینډ ټیم ځان فاینل ته ورسوه.
دویم سیمي فاینل نن د پاکستان او آسټریلیا د ټیمونو ترمینځ کیدونکی دی او ګورو به چې کوم ټیم خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د ټي ټوینټي ورلډ کپ فاینل ته رسیږي.
د ویلو ده چې د پاکستان دوه تکړه توپ وهونکي یا بیټسمینان محمد رضوان او شعیب ملک ناروغه شوي دي او په نننۍ مهمې سیالۍ کښې یې ګډون په شک کښې دی.