د ایران اسلامی انقلاب بریالیتوب پر افغان ملت هم ډیرې اغیزې شیندلي
یو هغه هیواد کې له اسلامی انقلابه ئې اغیز منلی دی ، افغانستان دی او ددغه هیواد مسلمان ولس د امام خمیني او د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د لارښونو په پيروۍ سره د جهاد او مقاومت لاره ټاکلې ده
زمونږخبریال راپور راکړ ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت یوه مسئول مقام سید هاشم جوادي بلخابي له ایران پریس آژانس سره په خبرو کې د ایران له اسلامی انقلابه د مسلمانو ملتونو د اغیزمنلو په باب ووئیل ، کله چې په ایران کې اسلامی انقلاب کامیاب شو ، نو په افغانستان کې مارکسیسټي کودتا شوې وه او افغان مسلمانانو اومجاهدینو د شوروي په وړاندې له اسلامی انقلابه په اغیزمنیدا سره پاڅون او مقاومت وکړ او بریالی شول .
دطالبانو دموقته حکومت دغه غړي ،ددې خبرې په کولو سره چې دغه بریالیتوب دایران د اسلامی انقلاب د اغیزشیندنې پامته داره ؤ ، ټينګار وکړ ، له همدې ځایه د ایران او افغانستان د دوو مسلمانو ملتونو د مجاهدتونو او انقلاب ریښه د اسلام ، قرآن کریم او رسول ا ... (ص)پرتعلیماتو مشتمله ده اوډيرې زیاتې ګډې ریښې او اغیزې لري .
همداراز د افغانستان د کابل پوهنتون یوه استاد عبدالقادر کمالي هم په دې اړه له ایران پریس سره په خبرو کې روښانه کړه ،یو هغه هیواد کې له اسلامی انقلابه ئې اغیز منلی دی ، افغانستان دی او ددغه هیواد مسلمان ولس د امام خمیني او د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د لارښونو په پيروۍ سره د جهاد او مقاومت لاره ټاکلې ده .دپوهنتون دغه استاد ووئيل ، دایران د اسلامی انقلاب وجودې وړانګواوشعاؤ، نړۍ په تیره بیا اسلامی نړۍ او اسلامی هیوادونه هم رڼا کړي دي .