له ایران سره هره موافقه په کانګرس کښې څیړل کیږي
(last modified Sat, 19 Feb 2022 01:26:59 GMT )
Feb 19, 2022 05:56 Asia/Kabul
  • له ایران سره هره موافقه په کانګرس کښې څیړل کیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر رابرټ مننډز ادعا وکړه له ایران سره هره موافقه به په ولسي جرګې کانګرس کښې وڅیړل شي .

هغه د صهیونیسټي لابۍ ایپک(The American Israel Public Affairs Committee) د یوشمیر غړیو په غونډې کښې ویلي دي چې ولسي جرګه کانګرس به د ویانا په خبرو کښې له ایران سره په هر ډول احتمالي موافقې باندې غور وکړي .

رابرټ مننډز چې په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې هم له ایران سره د اټومي تړون د لاسلیک کولو مخالف و په تیرې ورځې وینا کښې په مشرانو جرګې سینا کښې له خپلو ملګرو وغوښتل په اوکراین باندې د روسیې د حملې د احتمال په دلیل د ایران اټومي دوسیې ته له اړونده مسائیلو غافل نشي .

هغه څو اونۍ مخکې هم کابو یو ساعت د امریکا په مشرانو جرګې کښې له ایران سره د خبرو په هکله وینا وکړه او د ویانا په خبرو کښې یې د ولسمشر جوبایډن د حکومت په کړچار نیوکه وکړه .

په امریکا کښې جنګ غواړي او سرزوري کسان دغه حقیقت ته له پام کولو پرته چې امریکا د اوسني حالت اصلي مسووله ده او له یوې نړیوالې موافقې په یواړخیزه ډول وتلو سره یې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړي دي له ډیپلوماسۍ سره د مخالفت په دوام کښې له لیونتوب څخه ډکې خبرې کوي .

په حقیقت کښې صهیونیسټي او امریکايي لابیانې له بیلابیلو لارو د خبرو اترو د منحرفولو لپاره په هڅه سره کوشش کوي دغه مذاکرات نتیجې ته ونه رسیږي ځکه چې د ایران د مرکچي ډلې او د نوي حکومت د رغنده کړچار او د پایداره او د پیاوړي منطق په وړاندې پاتې راغلي  دي .

 

ټیګونه