د تهران نننی مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113176-د_تهران_نننی_مطبوعات
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي . 
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 08, 2022 12:41 Asia/Kabul
  • د تهران نننی مطبوعات

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي . 

دوستانو د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دیوه لمسي او د امامت او ولایت د څلورم ځلانده ستوري حضرت امام سجاد علیه السلام دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په ماسبت درستو مینه والو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وایوو ،نو داهم د  تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د هر کال  سنت په اساس د وَنو د لګولو   د ورځې له رارسیدا سره په یووخت  او دطبیعي سرچینو د اونۍپه مناسبت (د کب له پنځلسمې تر دوویشتمې نیټې پورې )د  میوه دارو وَنو دوه نیالګي   لګولي  او دغه راز ئې  د ځنګلونو د پراخولو او ساتلو او دغه راز د شنبې فضا د زیاتولو  او ورسره د ښارونو د پراختیا په خاطر د ځنګلونو له ختمولو  په ډډه کولو ټينګار کړی دی.

ورځپاڼې لیکلی دي ،د ایران دتیلی بایکاټونو ختمول نور کوم امتیاز نه دی ،بلکې دا دامریکا ضرورت دی ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  امتیازونو پرته هم  د ایران د تیلو صادرات له یو اعشاریه پنځه میلیون بیرلو ته ورسید.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د روسیې او اوکراین  د شخړې د دوام او د امریکا د شیطنتونو  په اوج کې په نړۍ کې د تیلو بیّه یو ځل بیا زیاته شوې او وئيل کیږي ، چې د یوه بیرل تیلو بیَه کابو یوسل دوه څلویښت ډالرو هم واوښته .

دعراق د  النجباء غورځنګ  ویندوي نصر السقري  د ترکیې ولسمشر ته په خبرداری ورکولو سره ووئيل ، که د ترکیې ولسمشر  د عراق په شمال پخپلو تیریو ټينګار  وکړي ، نو دغه غورځنګ  به سره د نورو مبارزو ډلو ټپلو  پوځي فیز ته وارد شي .

د انګلستان ټایمز خپرنې ایشواکړې ده ،  د روسیې او اوکراین د جنګ په دیارلسمه ورځ ځینو سرچینو دنامو له اخستو په ډډه کولو سره وئيلی دي ، لویدیځوال له روسي پوځیانو سره دجنګ لپاره  اوکراین ته پخپلې خوښې د کسانو د تلو په خاطر د جذبولو لپاره هر کس ته د دوه زره ډالرو د ډالۍ د ورکولو وړاندیز وکړ .

او په پاکستان کې د سیاسي د نګل یو ځل بیا د حکومتي  لوري خوبونه ورک کړي دي او د اپوزیشن ستر ائيتلاف  پي ډي ایم لانګ مارچ له کراچۍ  د  اسلام اباد په لور پیل شوی او ورځ تربلې  خلک پکې زیاتیږي  او د مارچ تر درویشتمې نیټې پورې به  دغه ائيتلاف په اسلام اباد کې دمست قلندر وکړي.

         داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، دایران دا سلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په یو لړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،  هیڅکله اجازت نه ورکوو بهرني عوامل  دمونږ ګټې تر اغیزو لاندې راولي .  دا په داسې حال کې دي  چې د ایران د خارجه وزارت ویندوي سیعید خطیب زاده هم په ډاګه وئيلي د ي،  جامعې نړیوالې ایتمی  موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدابه سملاسی  نه وي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دعراق ولسمشر برهم صالح  په دغه هیواد کې د یوې سیاسی او ټولنیزې موافقې غوښته وکړه .

د روسیې د کرملین ماڼۍ ویندوي دیمیتري پسکوف په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  روسیې  اوکراین ته اطلاع رسولې ده چې  که کی یف  د ماسکو شرطونه ومني ، نو  هره شیبه ممکنه ده  روسیه خپل پوځي عملیات ودروي .

د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  عمومی مدیر رافایل ګروسي په یولړ څرګندونو کې ووئيل  له ایران سره په ارتباط کې ډيرې مسئلې شته چې باید ختمې شي .

د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو ووئيل ، د  روسیې او اوکراین خارجه وزیران به د ترکیې په مینځګړیتوب سره  دمارچ په لسمه نیټه  په آنتالیا کې سره وګوري.

داپه داسې حال کې دي چې  دفرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریّن  هم په یولړ څرګندونو کې ووئیل  ضروري ده چې  په اوکراین کې  د اوسني بحران په اوج کې   دروسیې له ولسمشر  سره د آزاد ارتباط یو چینل  وساتل شي .  

 

    داهم د تهران  چاپ رسالت ورځپاڼه  ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره په کتنې کې  ووئيل ،  له هیڅ یوه هیواد سره دایران ملګرتیاوې باید د بندیز له فضا  اغیزمنې نشي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، فاکس نیوز په یوه راپور کې وئيلي دي ،اروپائي ډيپلوماټان وائي ،  تمه کیږي ، په راتلونکو څو ورځو کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دا حیاء موافقه لاسلیک شي .

د اروپائي هیوادونو  او په تیره د امریکا اواروپائي اتحادئې ترمینځ له روسیې د تیلو اوګیسو  په وارداتو دبندیز  په باب اختلافات نوره هم رابرسیره شوي دي .

د عربستان د ولی عهد  محمد بن سلمان د څو ورځې مخکینیو څرګندونو چې وئيلي ئې وو ، اسرائيل د مونږ دښمن نه دی بلکې د یوه شریک په توګه ورته ګورو ، دسیمې په  مسلمانانو او مبارزو ډلو ټپلو  کې ئې یو لړ غبرګونونه  راپارولي دي  او دغه شان خبرې ئې د فلسطین له آئيډئيل  او عربی او اسلامی امت سره ستر خیانت بللی دی .

د ملګروملتو  امنیت شورا بیګا په یوې خبرتیا کې د پآکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې په کوچه رسالدار کې په امامیه جومات کې  ځان مرګي حمله په کلکه غندلې  او وئيلي ئې دي ،حکومت او امنیتی  ادارې  باید  دعامو خلکو ژوند او مال د ساتنې  جدي اقدامات وکړي او د ترهه ګرو د فعالیتونو او جنایتونو مخه دې ونیسي .

د افغانستان  په مختلفو سیمو کې یوځل بیا د  طالبانو دم وقته حکومت د کرغیړنو اقداماتو  په ضد خلک اعتراضونو ته دوام ورکوي  او وائي چې ځیني هغه  ولسی موضوعګانې چې  له امریکائي او اروپائي بندیزونو سره هیڅ اړه نه لري بایدزرترزره حل شي .

*********************