ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۱۲-۰۰
(last modified Mon, 14 Mar 2022 23:28:09 GMT )
Mar 15, 2022 03:58 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۱۲-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره. ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې هم رسالت ورځپاڼه راخلوو چې په اربيل کښې د صهيونېسټ رژيم په اډو د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د توغنديو حملو په باره کښې د امير حسېن عباسي زاده په قلم يو رپوټ کښې وليکل:

د اسرائيلو زياترو رسنيو د پاسدارانو د لښکر توغنده اي حملو ته زيات انعکاس ورکړ. په دغو کښې د صهيونېسټ رژيم ترټولو مهمې ورځپاڼې هآرص په يو رپوټ کښې ليکي: د ايراني رسنيو له قوله د عراق په اربيل کښې د اسرائيلو په سټراټيجکو مرکزونو د توغندهاي حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده. دغې ورځپاڼې په عراق کښې د اسرائيلو په سټراټيجکو مرکزونو د بالېسټک توغنديو په ويشتلو سره اسرائيلو ته سخت خبردارے ورکړے دے او ويلي يې دي چې د اسرائيلو د حملو هر ډول تکرار به د ايران له سخت غبرګون سره مخامخ شي. دغه ورځپاڼه د ايراني سرچينو په نقل سره د الميادين خبري چېنل د رپوټ له مخې ويلي دي چې د پاسدارانو د لښکر دغه توغنده اي حملې تېره هفته په سوريې کښې د دغه لښکر د هوا فضاء ځواک د دوو شهيدانو د مظلومانه شهادت په ځواب کښې نه دي شوې بلکه د ايراني اهدافو په خلاف د دغه رژيم له نورو تخريبي عملياتو سره اړوند دي.

په دغه رپوټ کښې راغلي دي چې دعراق چارواکو وويل چې له دغو توغنديو څخه څو توغندي د امريکې د کنسولګرۍ په نوې جوړه شوې ودانۍ چې ويل کيږي چې پکښې ترزمکې لاندې د دغو ګوډاګيو د پټېدو يو ځاے هم جوړ ؤ تباه کړې شوې.

د عراق يو چارواکي هم د دغو حملو جزئياتو ته بې له څه اشارې وويل، امريکه له ايرانه د توغول شويو بالېسټېک توغنديو ډول نه شي تشخيصولې او نه د سر ومال تاوانونو په اړه څه ويلې شي.

د  دغې شننې له مخې د پاسدارانو د لښکر دغه جرائتمندانه او قدرتمندانه اقدام په حقيقت کښې په سيمه کښې د جنګ جګړې د موازنې او قواعدو په تعريف کښې يو مهم رول لري. او اسرائيلي رژيم به په دې پوه شي چې د ايران مفاداتو او يا اېټمي موافقې ته د ګوزار ورکولو لپاره يې تخريبي کوششونه نه يوازې څه نتيجې ته ونه رسي بلکه نور به پرې سترګې پټې نه کړې شي. دغه شناندے زياتوي چې دغو تباه کؤنکو او ځپونکو حملو تر يوه حده د ايران په خلاف د مختلفو آپشنونو په استعمال کښې د اسرائيليانو تحليل مرکز له يولړ مهمو بدلونونو سره مخامخ کړ او دا مسئله  به په مطمئنه توګه د ايران د لاجېسټکي مراکزو او په سوريې کښې د شتون  په خلاف د دغه رژيم د پروګرامونو په اندازه او کيفيت يو لړ مهم اثرات ولري.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د عباس نجاري سيسي په قلم سره روسيه او برجام ترعنوان لاندې په يوه شننه کښې وليکل: د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم نفتالي بنت تېره هفته د برجام د احياء لپاره د ويانا د خبرو اترو په اوج کښې په يو کاري البته په يو ناڅاپه سفر کښې ماسکو ته لاړ او له ولاديمير پيوټن سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې چې ظاهراً د روسيې او يوکرائن ترمېنځ د مېنځګړيتوب په اړه وې خو په هم هغه ورځ د روسيې خارجه وزير له ايران سره په اقتصادي او فني ملګرتياو کښې د لويديځ له بنديزونو څخه د روسيې د معافيت لپاره دامريکې د کتبي ضمانت غوښتونکے شو. اوس چې د ويانا خبرې اترې چې وروستۍ کرښې ته رسېدلې وې اودرېدلې دي. د اسرائيلو څرګند او په ځلونو پرې تاکيد شوے سياست په تېرو وختونو کښې په له برجام او په اوس حال کښې د هغه له احياء سره مخالفت دے. اسرائيلو په ځلونو ويلي چې د اېټمي موافقې د ګډوډولو لپاره به هرې وسيلې استفاده وکړي او  اوس چې لويديځو حکومتونو په خاصه توګه د بائيډن له حکومته نااميده شوے دےد پيوټن لمن ته يې لاس اچولے دے او خبرې اترې يې په اوس حال کښې اودرولې دي. شناندے ليکي چې روسيه هم حق لري چې له برجام څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي خو دا حق نه لري د خپلو ګټو او د اسرائيلو نيت د عملي کېدو لپاره دغه خبرې اترې اودروي او بې نتيجې يې کړي.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د ولسمشر له قوله وليکل: د نور د سټلایت کامیابه توغېدنه د ایران د ملي اقتدار ښودنه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت دويم فوځي سټلایت د نور ۲ په نامه تېره اوونۍ کښې د قاصد سټلایت وړونکی توغندي په وسیله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له لوري فضا ته ولېږدول شو چي په بریالیتوب سره د ځمکې له مداره په ۵۰۰ کیلومټری واټن کښې ځای پر ځای شو.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د کابینې په غونډه کې دې ته په اشارې سره چي فضایي ټکنالوجۍ ته لاسرسي مهمه او له ویاړه ډکه ده وویل: داسي پر مختللې ټکنالوجۍ ته رسېدل د ایران د ملي اقتدار ښودنه کوي چي د وسله والو ځواکونو په تېره بیا د سپاه پاسداران او د مخابراتو د وزارت د هلوځلو په نتيجه کښې تر لاسه شوې ده.

---------

اوس به هم د کابل مطبوعاتو راوګرځو چې کليد په خپل سائيټ کښې وليکل: د افغانستان د پخواني حکومت د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پرون ناوخته د هېواد له پخواني جمهور رییس حامدکرزي سره لیدلي دي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ترسره شوې کتنه کې د پوهنتونونو او ښوونځیو ښوونکو او د روغتیایي برخې کارمندانو ته د ډېرو مرستو په تر لاسه کېدو بحث وشو.

همدارنګه د دوی تر منځ په لیدنه کې د تلپاتې امن تر لاسه کېدو لپاره په هېواد کې د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

په ورته وخت کې ډاکتر عبدالله عبدالله د مشرانو د جرګې له پخواني رییس فضل هادي مسلمیار سره هم کتلي دي.په دې لیدنه کې د هېواد پر روان حالت او نورو مسایلو خبرې شوې دي.

بلخوا، ویل کېږي چې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وړمه ورځ عربي متحده اماراتو ته هم سفر کړی دے.دا وړومبی ځل دی چې تر سیاسي بدلون وروسته د پخوانۍ ادارې یو لوړپوړی غړی بهر ته سفر کوي.تر وړاندې داسې اوازې وې چې ګواکي د پخوانۍ ادارې چارواکي له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

کليد همدارنګ په يو خبر کښې ليکلي چې د طالبانو مشر ملا هېبت ا... طالب چارواکوته سپارښتنه کړې ده چې له قومپالنې او انډیوالپالنې څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت  ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې اعلامیه کښې د دغې ډلې د مشر له قول وويل چې ټول مسولین دې په چارو کې له قومپالنې، سیمې پالنې، ژبپالنې او انډیوالپالنې څخه په کلکه ډډه وکړي.

هغه د چارواکو تر منځ د باور فضا په رامنځته کېدو او د داسې حرکتونو پر مخنیوي ټینګار کړے چې د بې باورۍ لامل کېږي.

-----------

د کابل چاپ مسير ورځپاڼه بيا ليکي : خوارځواکي د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې پراخه شوې ده.

ورځپاڼه زياتوي: د خوړو نړیوال پروګرام په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو پېښې ډېرې شوې دي او لوږه د چټکې پراختیا په حال کې ده.

دغه اداره وایي چې په ۲۸ ولایتونو کې په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی او د دې ستونزې له امله د ماشومانو د بستري کېدو پېښې هم ډېرې شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د کمولو لپاره سترو اقداماتو ته اړتیا ده او نړیوالو ته په کار ده چې د افغانستان د روغتیايي او اقتصادي سیستم لاسنیوی وکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان او همدا راز یونسیف هم افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنې ښوودلې دي.

ورځپاڼې بيا د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزير له قوله وليکل: په ترکیه کې افغان سفارت د دوی تر امر لاندې دی.

مولوي امیرخان متقي په ترکیه کې د انتالیا ناستې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ترکیه کې سفارت لري او په خبره یې په دغه هېواد کې د افغان سفارت چارې د دوی په امر مخته ځي. نوموړي زیاته کړې ده چې ده په ډېرو هېوادونو کې له افغان سفارتونو سره اړیکه نیولې ده او ورته ویلي یې دي چې د دوی له اوامرو اطاعت وکړي. متقي د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل کېدو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې د دوي حکومت د مشروعیت په اړه په نړیواله کچه د دوی هڅې روانې دي. بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو بیا ویلي چې طا لبانو د رسمیت پېژندل کېدو په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دے کړے او دا چې دوی به د طالبانو  په رسمیت وپېژنې او څنګه وویل، دا د هغوی (طا لبانو) په کړنو پورې اړه لري.

---------

 

ټیګونه