روسیی پوځ په اوکراین کې دبهرني ځواک روزنیز مرکزونه هم تباه کړي 
(last modified Fri, 25 Mar 2022 10:50:20 GMT )
Mar 25, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • روسیی پوځ په اوکراین کې دبهرني ځواک روزنیز مرکزونه هم تباه کړي 

روسیې په اوکراین د حملې له پیلیدا راهسې،پر درستو هیوادونو غږ کړی څو د روسیې په ضد دې د اوکراین له پوځي ځواک سره د یوځاي کیدا په خاطر دغه هیواد ته دخپلو ښاریزو دسفر مخه ونیسي .

سپوټنیک خبری اژانس راپور ورکړی ،د روسیې دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل،  له توغندیو په استفادې سره ئې په اوکراین کې له دغه هیواد سره د جنګ لپاره د بهرنیو تالی څټو یو شمیر روزنیز کیمپونه هم تباه کړي دي .

 په دغې اعلامیې کې  په عین حال کې له دغه مرکز سره په ارتباط کې په دې باب لازیات جزیات چې  دغه روزنیز مرکزونه په کوم ځاي کې دي، یا په دغو بریدونو کې  څومره بهرني تالی څټي  وژل شوي دي ،نه دی وړاندې شوي .

د روسیې دفاع وزارت د تیرې چارشنبې په ورځې هم  وئيلی وو،چې د اوکراین په ژيتومیر ولایت کې ئې سل اوکرایني او بهرني پوځیان ئې دتوغنديو په شیشت کې ورغلی او په ټکه ئې وژلي دي .

روسیې په اوکراین د حملې له پیلیدا راهسې،پر درستو هیوادونو غږ کړی څو د روسیې په ضد دې د اوکراین له پوځي ځواک سره د یوځاي کیدا په خاطر دغه هیواد ته دخپلو ښاریزو دسفر مخه ونیسي .

 

ټیګونه