په چين کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه
(last modified Wed, 30 Mar 2022 10:37:50 GMT )
Mar 30, 2022 15:07 Asia/Kabul
  • په چين کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه

چين نن د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د دريمې غونډې کوربا دے. دوه مخکېنۍ غونډې په اسلام آباد او تهران کښې شوې دي.

دغه غونډه د طالبانو د ډلې د يوازېني ملاتړي په توګه د پاکستان په هلوځلو سره جوړيږي او په وړومبنۍمرحله کښې د اسلام آباد ټول کوشش په افغانستان باندې د طالبانو واکمني په نړيوال سطح په رسميت پېژندنه ده او بيا د دغه هېواد د خلقو لپاره د انساندوستانه مرسرتو راغونډول دي. داسې ښکاري چې پاکستان دا تصور نه کوۀ چې په افغانستان باندې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره به په نړيوال ډګر کښې د دغې ډلې په رسميت پېژندنه له مشکلاتو او حتی له پراخو مخالفتونو سره مخامخ شي. په داسې حال کښې چې د طالبانو په ډله کښې د ملا برادر څانګه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې له امريکې سره له تقريباً دوو کلونو له خبرو اترو نه پس په سياسي ډګر کښې د افغانستان د شتون لپاره د زمينه برابرونې په  لټه کښې وه، د حقاني څانګه چې د حقاني نېټ ورک په نامې سره د پاکستان د استخباراتي ادارې آئي اېس آئي تر نظر او هدايت لاندې فعاليت کوي د طالبانو د دويمې څانګې په توګه په کابل باندې په حملې او د هغه په قبضه کولو سره په دوحه کښې له امريکې سره د ملا برادر موافقه ليک تر پښو لاندې کړ. امريکې په دغه قضيه کښې د پاکستان په ذمه وار بللو د دوحې په موافقې بندې سترګې پټولو باندې د طالبانو په تورنولو سره نه يوازې په افغانستان کښې د دغې ډلې د واکمنۍ په رسميت پېژندنې څخه ډډه کوي بلکه د افغانستان په شتمنيو باندې د خېټې په اچولو سره پاکستان د دغه هېواد د چارو په چلولو کښې له جدي سرخوږي سره مخامخ کړے دے.

د پاکستان له مسئلې نه علاوه چې د امريکې لخوا ډېره جدي ده د طالبانو ډله هم په افغانستان باندې د دغې ډلې د واکمنۍ په رسميت پېژندنې په خاطر د نړيوالو د پام راګرځولو لپادره  څه مثبت اقدام نه دے ترسره کړے.

له پينځم کلاس نه تر دولسم او ترې اوچتو کلاسونو پورې د جينکو د تعليمي ادارو د پرانېستلو او په ټولو قومونو او سياسي او مذهبي ډلو مشتمل د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په شمول له نړيوالو غوښتنو سره د طالبانو د ډلې د مخالفتونو دوام  د دې سبب شوے دے چې له افغانستان سره د مرستو لپاره نړيوال انګېزه هم هره ورځ په کېدو شي. په همدې وجه د افغانستان له خلقو سره د دغه هېواد د ګاونډي هېوادونو د مرستې لپاره دومره څه اميد نشته.

په هر حال چين او پاکستان چې له بل هر هېواده زيات له افغانستان سره د مرستو او د طالبانو د پوزيشن د مضبوطولو لپاره کوشش کوي په دغه هېواد کښې يو لړ ذاتي ګټې او د طالبانو فائدې لري. چين چې په دې وروستيو وختونو کښې يې خيل خارجه وزير وانګ يي کابل ته ولېږۀ د افغانستان په معدني او تر زمکې لاندې سرچينو باندې د تسلط کوشش کوي بالاخره د امريکې بنديزونه او د طالبانو په رسميت نه پېژندنه د ځان لپاره يو سرخوږے بولي. پاکستان هم چې ځان له دوو لسيزو وروسته د افغانستان د بدلونونو د مېدان بريالے ګڼي هم هغه شان د طالبانو د واکمني په مضبوطولو باندې ټينګار لري. خو د امريکې دباؤنو او د انساني غميزې په وجه رامنځته شوې اندېښنې پاکستادن د افغانستان د راتلونکي په اړه له پرېشانۍ سره مخامخوي.يو داسې حالت چې نه ښکاري د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډو سره نه سميږي.

---------

 

ټیګونه