د روژې مبارکه میاشت دې پر ټولو مبارک وي
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره داسلامی هیوادونو مشرانو او ملتونو ته د زړه له کو دمبارکۍ جلا جلا پیغامونه لیږلي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د اسلامی ایران ولسمشر هیله ښودلې ددغې پاکې او عظمته دډکې میاشتې په برکت ، رحمت او مغفرت او همدناراز د اسلامی هیوادونو د رهبرانو ،متفکرانو او پوهانو په زیار او هڅو سره او د مسلمانو ملتونو ترمینځ په زیاتیدونکي پیوستون او یوزړتوب باندې په ټینګار سره ، د اسلامی امت د لازیات یووالي او اتحاد د پياوړتیا په تیره بیا د تکفیری ترهه ګرۍ پشمول د درز او تفرقه اچونکو په ضد په یوموټي کیدا لپاره اغیزشیندونکي ګامونه پورته شي او په درستې نړۍ په تیره بیا په فلسطین کې د سولې او امنتی د ټينګیدا او د بې عدالتۍ او ظلم د تغر د ټولیدا شاهدان ووسو .
راپورونه ښئ د اسلامی هیوادونو زیاترو هیوادونو پرون شنبې ورځ او د ایران پشمول ځینو نورو هیوادونو هم نن د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده .
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .