امریکا او بریتانیا د لیبیا انتخابات ناکامه کړي دي
رای الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ د سیف الاسلام قذافي وکیل ایشوا کړه چې د امریکا او د بریتانیا د سفیرانو لاسوهنې د لیبیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډیدا او په دغه هیواد کښې د انتخاباتو د بهیرونو د ماتي سبب شوي دي .
د لیبا د پخواني مشر معمر قذافي د زوي سیف الاسلام قذافي وکیل خالد الزایدي له «المرصد» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د هغو اطلاعاتو او خبرونو پراساس چې مونږ یې لرو د سیف الاسلام قذافي له کاندید کیدا او د هغه د ټولو شرایطو او صلاحیتونو له تائیدیدا وروسته په انتخاباتو کښې د هغه له بریالي کیدا څخه د ویریدا په دلیل د امریکا او د بریتانیا د سفیرانو په لاسوهنې سره د انتخاباتو بهیرونه بند شول .
هغه ډاګینه کړه لومړۍ دغه خبر جدي نه وانیخستل شو ځکه چې هغوې د سترو هیوادونو سفیران او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دي او په دې سربیره په دوه زره یولسم میلادي کال کښې د لیبیا په کورنیو چارو کښې د دغو هیوادونو د لاسوهنې تجربې د لیبیا په خلکو باندې اغیز درلود .
په لیبیا کښې د امریکا سفیر ریچارډ نورلانډ «الوسط لیبي» ټیلي ویژن سره په مرکه کښې ویلي وو د انتخاباتو سیالیو ته د سیف الاسلام قذافي ورګډیدل په یوې کوټې کښې د بم په شان دی چې د ټولو شیانو د ورانولو او تباه کولو توان لري .