لیبیا کې مرګوني سېلابونه؛ تازه تر ۲زره ډېر مړي موندل شوي
د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي.
اسوشېټېډپرېس آژانس د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې دا اندېښنه شته چې د دې سېلابونو تلفات پنځو زرو ته ورسېږي.
د دیرنه په ساحلي ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، سېلابونو ودانیو ته هم سخت زیان اړولی او لږ تر لږه دېرش زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په باور، دومره زیان اوښتی چې زیانمنو ته یې تقریباً د بشري مرستو رسول ناممکن کړي دي.
د لیبیا د ختیځې برخې د روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل وویل چې تر نن سهاره یې تر دوه زره ډېر جسدونه راغونډ کړي چې تر نیمایي زیات یې په ډلهییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
لیبیا د سیالو ډلو ترمنځ ویشل شوې ده، یو حکومت د دې هېواد په ختیځ کې او بل یې په لوېدیځ کې فعاله دی چې د دې اختلافاتو له امله په تېرو څو کلونو کې زیربناو ته پاملرنه نه ده شوې.