سویډن هم په ناټو کښې د شاملیدا غوښتنه وکړه
ایران پریس خبري اژانس وايي سویډن هیواد هم له فینلینډ وروسته پرون په ناټو تړون کښې د غړیتوب لپاره خپله غوښتنه په رسمي ډول اعلان کړه .
سویډن او فینلینډ چې مخکې یې بې طرفه دریځ درلود همدا اوس په ناټو تړون کښې د غړیتوب هڅه کوي .
د سویډن او د فینلینډ دغه فیصلې د روسیې او د لویدیځو هیوادونو ترمینځ د ټکر په زیاتیدا کښې نوي جبهه پرانیستي ده .
روسیې په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو په ناټو تړون کښې د سویډن او د فینلینډ هیوادونو د شاملیدا په هکله خبرداری ورکړی دی .
د سویډن واکمن ګوند سوشل ډیموکراټ پرون وویل دغه هیواد فیصله کړي ده چې په ناټو کښې د غړیتوب غوښتنه وکړي .
د سویډن خلکو پرون په مظاهرو ترسره کولو سره د حکومت له دغه فیصلې سره مخالفت وکړ .
مظاهره چیانو وویل په ناټو کښې د سویډن شاملیدل به د هیواد د حالاتو د خرابیدا سبب شي .
د فینلینډ ولسمشر او لومړي وزیر هم څو ساعته مخکې وویل چې دغه هیواد به زر په ناټو کښې د شاملیدا لپاره خپله غوښتنه مطرح کړي .
فینلینډ د یوه سکانډیناوي هیواد په توګه له روسیې سره کابو زر کلومیټره ګډ سرحد لري .
که چیرې فینلینډ د ناټو غړي شي د روسیې او د فینلینډ سرحد به د ناټو له یوه غړي هیواد سره د روسیې په یوه تر ټولو اوږد سرحد بدل شي او دغه موضوع د روسیې اندیښنه رامینځته کړي ده .
د روسیې خارجه وزارت په دې خبرې سره چې په ناټو کښې د سویډن او د فینلینډ هیوادونو شاملیدل به شمالي اروپا کښې د بې ثباتۍ خطر ولري ټینګار وکړ له ناټو سره د دغو دوو هیوادونو د یوځاې کیدا په بڼه کښې به ماسکو فني او پوځي اقدامات په اجنډا کښې شامل کړي .
په ناټو تړون کښې د شاملیدا لپاره د سویډن او د فینلینډ په پریکنده فیصلې سره د ناټو ځینو غړیو هیوادونو هم د دغه موضوع په هکله منفي دریځ غوره کړی دی .