ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118146-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرون، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2022 09:36 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرون، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي خبره راخیستې چې وايي: د مذاکرې په دوران کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک صادرولو وړاندیز، غیرمسئولانه او د مذاکرې او موافقې د روح خلاف ورزي کونکی و

په خبر کښې د ولسمشر رئیسي له انځور لاندې بیا د دوي له قوله لولو: په داسې وخت چې د موافقې لپاره خبرې اترې روانې وې، په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د صادرولو د وړاندیز په لړ کښې د امریکې او د دریو اروپايي هیوادونو اقدام یو غیرمسئولانه او د مذاکرې خلاف ورزي کونکی او همداشان د د هغوي په کړچار او چلند کښې د تناقض بیانونکی اقدام  دی.

د ایران ولسمشر پرون په تهران کښې د سویټزرلینډ د نوي سفیر د باور لیک د ترلاسه کولو په دستورو کښې، د ایران او سویټزرلینډ د اړیکو څه باندې سل کلن لرغونوالي ته په اشارې سره وویل: ایران د سویټزرلینډ په شمول له ټولو هیوادونو سره په سوداګري، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کښې د اړیکو زیات نه زیات پراخولو ته تیار دی.

ابرار له دغه خبر لاندې بیا د ایران د خارجه وزیر خبرې راخیستې دي او لیکي چې، تهران د دوحې وروستۍ خبرې اترې مثبتې وبللې.

خبر لیکي: د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د فرانسې خارجه وزیرې کاترین کولونا په ډیرو مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر د فرانسې د خارجه وزیرې په توګه د میرمن کاترین کولونا د غوره کیدو په مبارکۍ ویلو سره هیله وښودله چې د دواړو لورو په هلوځلو سره په مختلفو ډګرونو کښې خپل مینځي اړیکې پراخې شي.

حسین امیر عبداللهیان په ویانا او دوحه کښې د بندیزونو د ختمولو خبرواترو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دوحې له وروستیو خبرواترو زمونږ ارزونه مثبته ده خو باید وګورو چې امریکايي لوری د ډیپلماسۍ له فرصته څرنګه ګټه پورته کول غواړي. اوس د ډیپلماسۍ لاره خلاصه ده. مونږ د یوې ښې او پایداره موافقې فاینل ټکي ته د رسیدو لپاره جدي او صادق یو او تل مون په مذاکراتو کښې خپل مثبت وړاندیزونه کړي دي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل پر خپلو ژمنو پابند پاتې شوی او تمه لري چې مقابل لوري هم پر خپلو ژمنو صحي عمل وکړي.

*/*/*/*/*/

صهیونیسټان حتی په ایران باندې د حملې خوب هم نه شي لیدلې

دا د هغه خبر عنوان دی چې له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې راخیستی دی او لیکي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د اسرائیلو رژیم د ګواښونو په ځواب کې وویل: صهیونیستي رژیم په ایران باندې د برید کولو خوب هم نه شي لیدی

 د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کنی د ایران په ضد د صهیونیستي چارواکو د ګواښونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: صهیونیستان په ایران باندې د برید خوب هم نه شي لیداي، که صهیونیستان په ایران د برید خوب وویني، نو له راویښیدو مخکې به ختم شي.

ورځپاڼې د خبر په پاې کښې یادونه کړې چې له ایران څخه د نورو هیوادونو د ویرونې استراتیژي کلونه کیږي د صهیونیستي رژیم د چارواکو له لوري تعقیبیږي او دغه ناروا رژیم د ایران د منزوي کولو، له نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو سره د ایران په ملګرتیا کې خنډ جوړونې او د ایران په ضد د ائتلاف د رامینځ ته کولو موخې تعقیبوي.

*/*/*/*/

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راخلو او ځینو مهمو خبرونو ته یې یوه سرسري کتنه کوو چې څه داسې دي:

په اروپا کښې له پناه غواړو ماشومانو سره غیرانساني چلند د نړیوالو سازمانونو د اعتراض چغه پورته کړې ده.

په سعودي عربستان کښې د آل سعود امنیتي ځواکونو یوځل بیا د شیعه مسلمانانو نیولو ته مخه کړې ده.

کیهان هم داشان د نیشنل انټرسټ یو خبر راخیستی دی چې وايي: عربستان د یمن په جبه کښې نښتلی دی.

دغې خپرندوې د یمن په جنګ کې د عربستان په نامعلوم وضعیت اعتراف کړی دی او لیکي چې سعودیان ډیر ناوخته پوه شول چې د یمن جنګ د هغوي لپاره یوه لګښت لرونکې جبه ده.

د تل ابیب امنیتي او رسندوي ارګانونو د لبنان د حزب ا... د ډرون فعالیت د زیاتیدو له ویرې پټې غونډې ترسره کړې دي.

د امریکې خارجه وزارت د فلسطیني خبریالې ابوعاقله د شهادت په هکله د خپلو تحقیقاتو پایلې خپرې کړې او په دې لړ کښې یې له پلویتوبه په یو ډک بیان کښې هڅه کړې چې صهیونیسټي پوځیان له دغه جنایته بري کړي.

*/*/*/*/

اوس به راشو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته.

پاکستاني رسنۍایکسپرس ټریبیون ولیکل: په مارچ میاشتې کښې ۱۲ هیوادونه په رسمیت د طالبانو پيژندلو ته تیار شوي وو خو د جینکو د ښوونځیو د پرانستلو په شمول په خپلو ژمنو باندې د دغې ډلې د چارواکو د نه پابندۍ په وجه له دغه کاره تیر شول

دغې پاکستاني رسنۍ د طالبانو د لنډمهاله حکومت په رسمیت د پیژندلو لپاره د څو هیوادونو د هوډ په هکله یو رپورټ خپور کړی دی.

«ایکسپریس ټربیون» ورځپاڼې د اسلام آباد د حکومت د یو چارواکي له قوله ولیکل چې له ۱۰ نه تر ۱۲ پورې هیوادونه په مارچ میاشت کښې په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندلو ته بیخي نزدې شوې وو.

دغه جګ پوړي پاکستاني چارواکي ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د نه خلاصولو په شمول په خپلو ژمنو باندې د کابل د چارواکو د نه پابندۍ په وجه دغه هیوادونه له یاد اقدامه تیر شول.

دغه پاکستاني چارواکي د هیوادونو د هیوادونو له نومونو اخیستو پرته وویل چې د پاکستان په شمول ځیني هیوادونه تیار وو چې د طالبانو موقته حکومت په رسمي توګه ومني چې دغه کار به ورته اقدام ته د نورو هیوادونو د هڅیدو سبب کیده.

هغه ټینګار وکړ چې د دغه فرصت د ضایع کولو لپاره یوازې په کابل کښې واکمن حکومت باید د اصلي ګرم په توګه ورټل شي.

دغې پاکستاني رسنۍ په دوام کښې لیکلي دي: طالبانو په افغانستان باندې له واکمنیدو وروسته له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې ټول شموله حکومت په جوړ کړي، جینکو ته به د زدکړو اجازه ورکړي او هم داشان به د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د استفادې مخه به ونیسي.

د ایکسپریس ټربیون په لیکنه، په جون میاشته کښې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بائربوک اسلام آباد ته په سفر کښې په افغانستان کښې د طالبانو د واکمنۍ په هکله تنده څیړنه وکړه او ویې ویل چې دغه جنګ ځپلی هیواد په غلطه لار روان دی.

د ویلو ده چې تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو لنډمهاله حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او نړیوالې ټولنې هم ویلي دي ترڅو چې طالبان د ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو د زده کړې په شمول ځیني شرطونه پوره نه کړي تر هغې به یې په رسمیت د حکومت له پيژندلو ډډه کوي.

*/*//

ډپلوماټ خپرونې د طالبانو د سترې غونډې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې یادونه شوې چې د افغانستان په پلازمېنه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو درې ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د طالبانو د ملاتړ په ژمنو پای ته ورسېده او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني.

وروسته لولو چې په دې غونډه کې د حاضرینو غوڅ اکثریت د طالبانو چارواکي او پلویان وو چې ډېری یې اسلامي دیني عالمان وو.

خو ښځو ته په دې غونډه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړې شوې.

د لیکوال په وینا نړیواله ټولنه طالبان په رسمیت نه پېژني او د طالبانو له حکومت سره هر ډول همکاري څخه لاس پر سره ده په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دوی د ښځو او اقلیتونو حقونه محدود کړل.

د پنجشنبې په ورځ د غونډې په پیل کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د لویې جرګې تالار ته څېرمه د ډزو غږونه واورېدل شول.

وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته وويل چې د طالبانو د حکومت ځواکونو پر هغه کس ډزې کړي چې ګومان کېږي لاسي بم يې درلود، خو ده زیاته کړه چې د اندېښنې وړ څه نه‌شته.

خو مقاله یادونه کوي چې داعش د دغه برید مسوولیت واخیست او په یوه بیان کې يې وویل چې د دې ډلې درې جنګیالي غونډې ته نږدې د یوې ودانۍ پر چت وختل او یوه ویډیو یې خپره کړه چې د درنو وسله والو کسانو یوه ډله ښېي چې مخونه یې پټ کړي او وايي: د غونډې موقعیت ته نیږدې ځای پر ځای شوي او د برید امر ته په تمه دي.

*/*/*/*/

ترجمه او ترتیب: عبدالماجد درانی