د عرفات په میدان کې له مشریکینو څخه دبراءت دستورې ترسره شوې
په دغو دستورو کې همداراز د فلسطین او فلسطینیانو په ملاتړ کې د بیت ا... د حاجیانو استکباري او صهیونیسټي ضد شعارونه ورکړل او د اسلامی امت پر وحدت او یووالي ئې ټينګار وکړ .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، له مشرکانو څخه دبراءت سیاسی او عبادي دستورې نن د عرفات په صحرا کې د ایرانیو حاجیانو په ترټولو سترې خیمې کې دبیت ا... ا لحرام د حاجیانو په پراخ او ولولناک شتون او له مشرکانو څخه د براءت د آيتونو په قرائت سره ترسره شوې .
د حج اوزیاراتو په چارو کې دولی فقیه استازي حجةالاسلام سیدعبدالفتاح نواب په دغو دستورو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود پیغام هم ولوست .
په دغو دستورو کې همداراز د فلسطین او فلسطینیانو په ملاتړ کې د بیت ا... د حاجیانو استکباري او صهیونیسټي ضد شعارونه ورکړل او د اسلامی امت پر وحدت او یووالي ئې ټينګار وکړ .
له مشرکانو څخه دبراءت په دستورو کې ګډون کونکو حاجیانو په پنځه ماده ایز پریکړه لیک کې دقدس شریف آزادول ، د سالامی امت یو بې بدیله آرمان وبالۀ او له جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره ئې د اړیکو هرډول عادي کول چې د مسلمانانو د یووالي په لیکوکې دخارپار لامل کیږي ، هم محکوم کړل .
دوي همداراز په دغه پریکړه لیک کې دنړیوالو موسیسو په تیره بیا دملګروملتو د رول اودندو په یادولو سره ، د سلطه غواړي نظام او د مستکبرو هیوادونو دزیات غوښتنو په وړاندې د مظلومو ملتونو دحقوقو په دفاع او په عدالت او حق باندې دپابندۍ پر ضرورت هم ټينګار وکړ .
دعرفې دعا قرائت ، د جمعې د ورځې د دستورو یوه بله برخه ده چې په عرفات کې ترسره کیږي .
ټولو مسلمانانو ته دې د حج ولولناک او پرتمینې دستورې اونیکمرغه اختر مبارک وي .