د روهینګیامسلمانانو لپاره د کیمپونو لسک کلن ژوند سوعات نفسیاتي مشکلات دي
(last modified Sat, 30 Jul 2022 11:00:10 GMT )
Jul 30, 2022 15:30 Asia/Kabul
  • د روهینګیامسلمانانو لپاره د کیمپونو لسک کلن ژوند سوعات نفسیاتي مشکلات دي

هغه مشکلات چې  دروهینګیا  مسلمان  کډوالو ورسره لاس او ګریوان شوي دي ،لامل شوي څو  دوي دوخت په تیریدا سره  له ډيرو نفسیاتي مشکلاتو او کړاؤنو سره مخ شي او هغه وضیَت چې اوس روان دی،د دوي نفسیاتي سلامتیا ډیره زیاته ګواښي.

ایکناخبري آژانس راپور ورکړ، په هغه راپور کې  چې د بې پولې ډاکټرانو  د ادارې  د ویب پاڼې له خوا خپور شوی دی،په کیمپونو کې د کډوالو روهینګیائي مسلمانانو د ژوند په باب  راغلي دي،دغه کیمپونه ، چې په ډيرو لیرې پراتو سیمو او له سختو  په شاوخوا کې جوړ شوي دي  او  هیڅکله  هم د کډوالو د  مناسبت ژوند دتیرولو لپاره مناسب نه دي ،د روهنیګیا بې څوکه او کړیدلو خلکو پکې کابو لس کاله ژوند کړی دی ، چې  دا  د انسانیّت پورې  ملنډې وهل دي .

د بې پولې  ډاکټرانو د ادارې په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،د روهینګیا   کابو یو لک څلویښت زره  مسلمانان مجبوره شوي دي څو په دغو کیمپونو کې ژوند وکړي اودلته ،له تعلیم ، روغتیائي امکانانو او دغه راز د کارونو  له کولو په محرومیّت کې په سخت کړاؤ کې ژوند کوي، په همدې دلیل  له دوي ډيرو کسانو  له دغه ژونده  مرګ ښه بللی او د سمندر او وچې له لارې ئې لاښه ژوند ته درسیدا لپاره  د  بنګله دیش او ملایشیا په څير  د هیوادونو په لور خطرناکو سفرونو ته مخه کړې ده .

 په دغه راپور کې دغه راز ټينګار شوی دی ، هغه مشکلات چې  دروهینګیا  مسلمان  کډوالو ورسره لاس او ګریوان شوي دي ،لامل شوي څو  دوي دوخت په تیریدا سره  له ډيرو نفسیاتي مشکلاتو او کړاؤنو سره مخ شي او هغه وضیَت چې اوس روان دی،د دوي نفسیاتي سلامتیا ډیره زیاته ګواښي.

په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي  په درست میانمار کې ددغو کډوالو په مشکلاتو دغور او ارزونې لپاره کافی امکانات نشته، البته دغې ادارې په کیمپونو کې ځيني کلینیکونه او مرکزونه جوړ کړي  چې تر یوه حده د دغو کډوالو د نفسیاتي مشکلاتو درملنې کوي خو وضعیّت دومره خراب دی چې  ممکنه ده یوه ستره انساني غمیزه په دغو کیمپونون کې رامینځةشي .

 

Image Caption

 

ټیګونه