امیرعبداللهیان:
په غزه کښې د کړکیچ د سختیدو پایلې صهیونیسټي رژيم ته متوجه دي
امیر عبداللهیان له نیواکګرۍ سره مقابله او د وطن دفاعد فلسطین د ولس طبیعي حق وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نړیوالو او اسلامي ارګانونو ته په یو لیک کښې په غزې او فلسطیني ټاټوبي کښې د کړکیچ د سختیدو پایلې په بشپړه توګه اپارټایډ، غاصب او تیري ګر صهیونیسټي رژيم ته متوجه وبللې.
د ایرنا د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان د غزې په خلکو باندې د اپارټایډ صهیونیسټي رژیم له بوږنونکو او تیري ګرو بریدونو وروسته چې د ماشومانو په شمول د یوشمیر ملکي وګړو د شهادت سبب شول، د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو، د ملګرو ملتو سرمنشي، د اسلامي ملګرتیا سازمان عمومي منشي، د ناپیئلي غورځنګ مشر او د افریايي اتحادیې عمومي منشي ته په خطاب کښې په یو لیک کښې په غزې تړانګې کښې د روانو پيښو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
د ایران خارجه وزیر د لیږلو لیکونو په یوې برخې کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او تیریو په غندلو سره چې د نړیوالو سازمانونو د چپتیا او بې تحرکۍ په سیوري کښې ترسره کیږي، په غزې او په فلسطیني ټاټوبي کښې د کړکیچ د سختیدو پایلې په بشپړه توګه اپارډایډ، غاصب او تیري ګر صهیونیسټي رژیم ته متوجه وبللې.
امیر عبداللهیان له نیواکګرۍ سره مقابله او د وطن دفاعد فلسطین د ولس طبیعي حق وباله.