د نړیوالې ایټمي موافقې په سر ځنډ منفی پایلې لري
(last modified Wed, 24 Aug 2022 00:59:31 GMT )
Aug 24, 2022 05:29 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې په سر ځنډ منفی پایلې لري

د روسیې  خارجه وزیر سرګئې لاؤروف هم  د سورئې  له  خارجه وزیر فیصل المقداد سره په ګډ خبری کنفرانس کې  د ایران په ضد دبندیزونو دلغوه  کونکو خبرواترو په باب  تائيد کړې چې ماسکو د موافقې له نوي پيکیج سره بشبړ  پخلا ده .

 په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازي او  د روسیې د ایټمي مرکچي ټیم مشر میخائیل اولیانوف  پرون په  یولړ څرګندونو کې ووئيلاوس وخت رارسیدلی دی  چې  د ایران په ضد د بندیزونو دلغوه کولو لپاره د ویانا په خبرواترو کې  موافقه له کوم ځنډ پرته یوې نتیجې ته ورسیږي.

 داپه داسې حا ل کې دي چې د روسیې  خارجه وزیر سرګئې لاؤروف هم  د سورئې  له  خارجه وزیر فیصل المقداد سره په ګډ خبری کنفرانس کې  د ایران په ضد دبندیزونو دلغوه  کونکو خبرواترو په باب  تائيد کړې چې ماسکو د موافقې له نوي پيکیج سره بشبړ  پخلا ده .

د روسیې دخارجه وزیر  دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي دی چط  د اروپائي  اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل  هم وئيلي دي ، چې  له ایران سره د ایټمی خبرواترو دلوري زیاتره هیوادونه  په ویانا کې د اروپائي اتحادئې  له وړاندیزي پيکیج سره  موافق دي، البته  تر دې دمه مو  د امریکا له خوا کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی ،هیله مند یوو چې واشنګټن  هم د ایران په څير مثبت ځواب په روانې اونۍ کې راکړي.

د ایران په ضد د غیر قانوني اوظالمانه بندیزونو  دختمولو په چورلیزتوب سره د ویانا په خبرواترو کې  ګډون کونکي تقریبا زیاتره هیوادونه په یوه خوله د خبرواترو  دزر جمع بندۍ غوښته کوي ، خو  یوې نهائي موافقې ته  ر سیدا ، دڅو اساسی او مهمو باقي پاتې  موضوعګانو په باب د امریکا  دسیاسی فیصلو په انتظار کې  ده، چې باید کوټلي او اساسی فیصلې کولو سره بیرته  نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي.

 

ټیګونه