د چین یوشرکت په کارکوونکو سخا هګۍ خوري
زمونږ خبریال وايي د چین یوه شرکت د توقعاتو او هیلو د نه پوره کولو په وجه د سزا په توګه په خپلو کارکوونکو سخا هګې خوري.
په اینټرنیټ باندې د چین د دغه شرکت پرضد سخت غبرګون روان دی او په هکله یې کافي شخړه رامینځته شوي ده.
دغه پیښه هغه وخت په ډاګه شوه کله چې په دغه شرکت کښې کښې د پوهنتون د دوهم کال یوه محصیل په اینټرنیټ باندې په ده باندې د شوي زیاتي په هکله د اینټرنیټ کارکوونکي خبر کړل.
د چین دغه محصیل د خپل اصلي نوم پرځاې د ډوو د نوم په استعمالولو سره وویل چې ما د ژینګ ژو ټیکنالوژۍ په شرکت کښې د یوه کارکوونکي په توګه کار کاوه.
د چین دغه ښاریز ادعا وکړه چې په دغه شرکت کښې عجیبه قوانین شته که چیرې کوم کارکوونکی په ټاکلي وخت کښې زیات سفارشونه یعني ارډرونه را نه وړي یا هغه د شرکت د مدیریت په هیلو پوره نشي نو دغه کارکوونکی باید د سزا په توګه یوه سخا هګۍ وخوري.
د چین دغه ښاریز وویل کله چې ما د دغه ظالمانه سزا له منلو ډډه وکړه نو د شرکت مسوولانو زما نوکري ختمه کړه او زه یې له کاره وویستلم او زما د کار د ختمولو په لیک کښې یې له کاره د لیرې کولو وجه شخصي معاملات لیکلي دي چې په دې وجه خپل شرکت له هر ډول مسوولیت څخه پاک وساتي.
په اینټرنیټ پاڼو باندې خلکو د چین د دغه شرکت د غیر انساني عمل په وجه د دغه شرکت پرخلاف د اقدام د ترسره کولو غوښتنه کړي ده.
بلې خوا د چین د شرکت یوه استازي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ادعا وکړه چې دغه سزا په ایمپلاي هینډ بک کښې لیکل شوي ده او ټول کارکوونکي باید ورباندې عمل وکړي.