د صهیونیسټي رژيم   ایټمي له سلاکوټونو سره  د هیوادونومخالفت
(last modified Fri, 26 Aug 2022 10:26:30 GMT )
Aug 26, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم   ایټمي له سلاکوټونو سره  د هیوادونومخالفت

د این پی ټي تړون لسم کنفرانس  د اګست په لومړۍ نیټې پیل شوی او داګست په شپږویشتمه نیټه یعني  نن ئې وروستۍ ورځ ده.د ایټمي وسلو لرونکي هیوادونه  او هم ددغو وسلو نه لرونکي هیوادونه  په دغه نړیوال سمینار کې فعال دي .

په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازي مجید تخت روانچي د صهیونیسټي رژيم له خوا د سلګونو ایټمی خولیو درلودلو  او ل دغه رژيم  د ځينو هیوادونو ملاتړ او دغه راز  له ایټمي وسلو څخه د پاکې مینځني ختیځ  ضرورت ته په اشارې سره د مخکینیو کنفرانسونود مصوبو په اساس د صهیونیسټي رژيم  په وړاندې د این پي ټي تړون په لسم نړیوال کنفرانس کې د هیوادونو د پریکنده دریځ په درلودلو ټينګار وکړ.

د این پی ټي تړون لسم کنفرانس  د اګست په لومړۍ نیټې پیل شوی او داګست په شپږویشتمه نیټه یعني  نن ئې وروستۍ ورځ ده.د ایټمي وسلو لرونکي هیوادونه  او هم ددغو وسلو نه لرونکي هیوادونه  په دغه نړیوال سمینار کې فعال دي . دغه کنفرانس  له ۱۹۷۰کال څخه  هر پنځه کاله وروسته ترسره کیږي او البته  دوه کاله مخکې د کرونائي بحران په دلیل ترسره نه شو او سږکال لسم کنفرانس ترسره شو چې ددغه کنفرانس درې اصلي چورلیزونه، د ایټمي وسلو ختمول،نه پراختیا او  له ایټمي انرژۍ سوله ایزه استفاده ده.

 په ملګروملتو کې د  ایران دایمي استازي  او سفیر داین پي ټي تړون په لسم کنفرانس کې  پخپلې وینا کې ووئيل،له ایټمي وسلو  د پاکې مینځني ختیځ یا هماغه لویدیځي آسیا سیمې د پاکولو بحث، دایران د اسلامی جمهوریت لپاره یوه مهمه موضوع ده.

 تخت روانچي دغه راز روښانه  کړې،له ایټمی وسلوڅخه د پاکې سیمې په توګه  دمینځني ختیځ  موضوع ، یوداسې مهم بحث دی چې  ددغې سیمې درست هیوادونه ورباندې ککړ دي،ځکه چې د سلګونو ایټمي خولیو  دلرونکي  رژيم په توګه صهیونیسټي رژيم، له این پی ټي تړون سره یو ځاي کیدا ته تیار نه دی او خپل ایټمي تاسیسات د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس تر څارنې لاندې نه پریږدي. صهیونیسټي رژيم نه یوازې دغه اقدام نه کوي،بلکې له دغه رژيم سره ځیني هیوادونه ملګرتیا  هم کوي  او داین پي ټي تړون د ترسره کیدا په دوران کې  او هم له دې په بهر  کې تل دغه هیوادونه ورڅخه ملاتړ کوي.

دصهیونیسټ رژيم  د ایټمي سلاکوټ موضوع څو لسیزې کیږي چې د لویدیځي آسیا سیمې د  هیوادونو په یوې  سترې اندیښنې باندې بدله شوې ده او ددغې سیمې ډير هیوادونه  ئې د له مینځه وړلو غوښته کوي. اسرائيل چې له هماغه پیله  په نړۍ کې  ترټولو کوټلي او متمرکز  او په عین حال کې  تر ټولو پټ ایټمي فعالیتونه  کوي،هیڅکله  ئې  هم له این پي ټي تړون سره  غړیتوب نه دی منلی او دا  یوه داسې زمینه ده چې د تل ابیب  ایټمي فعالیتونه ئې تورن  او د سیمې د هیوادونو او هم په نړیواله سویه  ورباندې شکونه  شته دي.

صهیونیسټي رژيم څه دپاسه شپیته کلونه کیږي،چې د ځينو لویدیځي هیوادونوپه تیره بیا  دفرانسې او ورپسې د امریکا په ملاتړ او پشتیبانۍ سره، د ایټمي وسلو  دجوړولو پټ او خطرناک پروګرام  پر دغه فعالیتونو د نړیوالې ټولنې  له څارنې په تښتې سره پرمخ بیائي ، دمختلفو اټکلونو په اساس،صهیونیسټي رژيم  له اتیاؤ تر دوه سوه پورې  په ایټمي خولیو درلودلو سره  ایټمي سلاکوټ لري . په دې توګه او  له این پي ټي تړون سره سره ، چې  ددغه ډول وژونکو اوو یجاړونکو  وسلو د کمولو او په نهایت کې د له مینځه وړلو په  موخې سره  چې  ورڅخه استفاده  پر اسناني ټولنو او ژواک چاپيریال  نه جبرانیدونکي اغیزې تپي،رامینځةشوی،البته دغه وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم  ددې چارې  خطرو ته  له پامه پرته  ددغو ډل وژونکو وسلو پراختیا ته مخه کوي. دا موضوع په کرتو د مختلفو هیوادونو له خوا  داین پی ټي تړون  سره په اړونده ډيرو کنفرانسونو اوسمینارونو کې  مطرح شوې ده. په عین حال کې  اسرائيل  دغو غوښتو ته په بې پروائۍ سره  او د لویدیځوالو په تیره بیا دامریکا په بشپړ ملاتړونو سره  هماغه شان  دایټمي وسلو پراخولو ته دوام ورکوي. امریکا تل د سرائيلو دیوه سټراټژيک  متحد په توګه نه یوازې د صهیونیسټي رژيم لپاره  دایټمي موادو او تجهیزاتو  یو اصلی ورکونکی هیواد دی ،بلکې  له این پي ټي تړون سره دیوځاي کیدا لپاره  پر دغه رژيم د هرډول دباؤ داعمالولو  خنډ هم شوی دی .

 

ټیګونه