Oct 22, 2022 15:05 Asia/Kabul
  • اروپائي ټرائيکا او  د ایران په ضدئې د سیاسی او پروپيګنډيز جنګ دوام

د ایران اسلامی جمهوریت اوس د یوه خپلواکه هیواد په توګه او دخپل حاکمیّت   اختیاراتو ته په پام سره ، حق لري چې له نورو هیوادونو سره وسلوالې مبادلې وکړي او  د  ډول ډول جنګي آوزارونو او تجهیزاتو د صاداراتو یا وارداتو اقدام وکړي.

اروپائي ټرائيکایعني فرانسې ،جرمني او انګلستان ملګروملتو ته په یوه لیک لیږلو کې د اوکراین په جنګ کې د ایران له جوړو شوو ډرونز الوتکو د روسیې د استفادې په باب د بې اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره له ملګروملتو غوښتي دي ، ددې په باب چې آیا دا موضوع د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي شمیرل کیږي او که نه ،څیړنې وکړي.

اوکراین له دې مخکې دنسکور شوو ډرونز د ټوټو  او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک له اجرا  سره ئې د اړوندولو لپاره  دغه هیواد ته د ملګروملتو د کارپيژاندو د سفر غوښته کړې ده.لویدیځي هیوادونو په وروستیو شپو ورځو کې ادعا کړې ده ، د اوکراین په بیخ بینائيو  د حملې لپاره  دروسیې  له خوا استفاده شوي ډرونز الوتکې ، د ایران جوړې شوي دي. د ایران اسلامی جمهوریت تل  د اوکراین دجنګ له هر یوه لوري ته د وسلو لیږدول رد کړي دی. په ملګروملتو کې دایران د اسلامی جمهوریت دایمی سفیر او استازي امیر سعید ایرواني په یولړ څرګندونو کې ووظیل،اوکراین  د ۲۲۳۱پریکړه لیک او  د ایران په ضد دبې اساسه  ادعاګانو په اړوندولو کې  په سیاسی موخو پسې دی .له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره ددغو ادعاګانو د اړوندولو لپاره هڅې د همدغه پریکړه لیک په چوکاټ کې هیڅ حقوقي  اساس نه لري.

 د وسلو د صادراتو په زمینې کې د ایران له خوا د ۲۲۱۳پریکړه لیک دخلاف روزۍ په باب د اروپائي ټرائيکااو  اوکراین له ادعاګانو سره سره باید دې چارې ته توجه  وشي چې د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې ددغه پریکړه لیک په اساس ، د وسلو د وارداتو اوصادراتو پشمول  دایران په ضد وسلوال بندیزونه پاي ته رسیدلي دي. دا هغه موضوع ده چې  په هماغه وخت کېددغو بندیزونو ددوام لپاره  د ټرمپ  دحکومت او د امریکا د وخت دخارجه وزیر مايک پمپئو له پراخو هلوځلو سره سره، اروپائي ټرائيکا پشمول د امنیت شورا  دغړو له خوا تصدیق شوه.

د ایران اسلامی جمهوریت اوس د یوه خپلواکه هیواد په توګه او دخپل حاکمیّت   اختیاراتو ته په پام سره ، حق لري چې له نورو هیوادونو سره وسلوالې مبادلې وکړي او  د  ډول ډول جنګي آوزارونو او تجهیزاتو د صاداراتو یا وارداتو اقدام وکړي. ددې په ترڅ کې چې  د ایراندفاعي اړیکې له نورو  هیوادونو  سره د د هغې دفاعي ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې چې  دایران د اسلامی جمهوریت دبهرني سیاست له موخو سره غږمله دي ،ترسره کیږي. له روسیې سره په ارتباط کې هم ایران له دغه هیواد سره دفاعي او پوځي  ملګرتیا لري او دا چاره د ایران  کلی دفاعي ملاحظاتو ته په پام سره  او ددواړو لورو د ګټو په اساس ترسره کیږي.

داپه داسې حال کې دي چې لویدیځوالو  له دغې موضوع څخه په ناوړه استفادې سره تل  پّ وروستیو میاشتو کې هڅه کړې ده څود ډرونز الوتکو په شان د اوکراین په جنګ کې دروسیې د پوځ  استعمالونکي ځينې وسلې یو ډول له ایران سره اړونده کړي او تهران  روسیې ته د هغو دصادراتو عامل وبریښوي. دا موضوع دایران د اسلامی جمهوریت له خوا په چورلټ   اوجدي ډول رد کړې ده. د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان   د  اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره په  خبرواترو کې ، داوکراین په جنګ کې د ایرانیو ډرونز الوتکو څخحه  داستفادې دادعاګانو په باب  ووئيل،  مونږ له روسیې سره دفاعي  ملګرتیا لرو، خو د اوکراین دجنګ په باب دمونږ سیاست  ددغه  هیواد د مځکنۍ بشپړ تیا ته د احترام ، ښکیلو لورو ته د وسلو  دنه لیږدولو،دجنګ دختمولو او  د خلکو کډوالیو د ختمولو په باب  روښانه دی.

یوه بله موضوع چې د ایران د وسلو د صاداراتو په زمینې کې  مطرح کیږي، دا ده چې  د  امریکا او هغو اروپائي هیوادونو په اپوټه چې له کومې ملاحظې پرته د عربستان ،متحده عربی اماراتو او صهیونیسټي رژيم په څيء  خپلو متحدانو ته  وسلې صادروي ، او دوي هم   دیمن په جنګ کې یا دفلسطینیانو په ضد  له دغو جنګي آوزارونو څخه د بې ګناه  خلکو دوژلو لپاره استفاده کوي،البته د ایران د وسلو صادرات له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په څير د مشخصو معیارونو په چوکاټ کې ترسره کیږي. په حقیقت کې  د اوکراین لویدیځي ملاتړي  اوس په داسې حال کې روسیې ته د ډورنز الوتکو د صادراتو په ادعا سره د ایران  ایران له خوا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په خلاف ورزۍ باندې دغور غوښته کړې ده  چې پخپله ځپونکو رژيمونو ته د وسلو د صادراتو په زمینې کې تورتمه مخینه لري.   

Image Caption

 

ټیګونه