د اسلامی مذهبونو دعالمانو دخبروپه باب دشیخ الازهر د وړاندیزهرکلی کوو
د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي د اسلامی مذهبونو دخبرواترو دضرورت پ باب د شیخ الازهر په وروستیو څرګندونو پسې ددغو خبرواترو له ترسره کیدا خپل ملاتړ اعلان کړ.
د اسلامی مذهبونو ترمینځ داختلافي ټکو رابرسیره کول او دمسلمانانو ترمینځ دتفرقې اچول یو هغه ترټولو مهم اقدام دی چې انګلستان او امریکا ئې له کلونو کلونو راهسې د مسلمانانو او اسلامی ټولنو په ضد کاروي، دهغو یو څرګند مثال هغ بریتانوي شیعه دي چې ځانګړنه ئې په شیعیانو کې د وینو بهونکي او افراطي څيرې او دغه راز په شیعه اوسني کې دا ختلافي مسئلو دودول او له سیاسته د دین جدا کول دي.
همدااوس د درز اوتفرقې د دودولو او تبلیغ کولو لپاره په لسګونو سپوږمکیز چینلونه اویبسایټونه فعال دي چې لازیات ئې د انګلستان او امریکا له خوا تامینږي.
شیخ الازهر شیخ احمد الطیب د تیرې جمعې په ورځې د په بحرین کې د انساني ګډ ژوند لپاره د ختیځ او لویدیځ خبرو اترو نومې غونډې په پایزو دستورو کې چې د نړۍ دکاتولیکانود رهبر پاپ فرانسیس په شتون سره ترسره شوي، پخپلې وینا کې په درستې نړۍ کې ددرستو مذهبونو او مکتبونو له دیني عالمانو وغوښتل چې زرترزره دې د فرقه وي شخړو او فلتنو او تفرقې سره په مخالفت او پخپلو کې پر وحدت دټينګار په موخې سره داسلامی مذهبونو د داخلی جدي خبرې اترې زرترزره پیل کړي.
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي حجةالاسلام حمید شهریاري شیخ الازهر ته په یوه پیغام کې ولیکل ،یو ځل بیا الازهر ،شیعه او سني عالمان خبرواترو او پخپلو کې د تاؤتریخجنو حالاتو راپورته کونکو عواملو له ویستلو چې د اسلامی نړۍ بانډې دیرغلونو وپه وړاندې د ناکامۍ او پخپلو کې د دړې وړې کیدا او ددرز له پړاوه پاتې دي، بللي دي.
شهریاري زیاته کړه،د اسلامی مذهبونو نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي د تل په څير اوس یو ځل بیا د اسلامی مذهبونو ترمینځ د پیوستون او یووالی د هلوځلو او غوښتې څخه خپل بشبړ ملاتړ اعلان کړی او وئيلي ئې دي ،اوس له بل هر وخته زیات د اسلامی مذهبونو د یووالي او یو زړتوب وخت دی څو د اسلامی ا مت ددښمنانو درز اچونکي او د وړو اختلافاتو دستر بریښولو دسیسې شنډې شي. د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي په دغه پیغام کې هیله ښودلې ده،ددغه شان خبرواترو په ترسره کیدا سره ،د اسلامی امت عزت،کرامت او امنیت او د اسلامی نړۍ په درستو حدودو کې د تکفیر اوتفرقې اوکینې پر چغو غلبه تحقق ومومي.