روسیې ته دایران له خوا دتوغندیو دلیږلو به باب هیڅ دلیل نشته
(last modified Mon, 14 Nov 2022 11:10:46 GMT )
Nov 14, 2022 15:40 Asia/Kabul
  • روسیې ته دایران له خوا دتوغندیو دلیږلو به باب هیڅ دلیل نشته

 د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن مشر د ایران په ضد دغلیمانه دریځونو په دوام سره ووئیل، په دې باب چې  تهران د روسیې لپاره توغندی ولیږي ،هیڅ مدرک نه لري.

په وروستیو اونیو کې امریکائي او اروپائی چارواکو ادعا کړې چې ایران داوکراین په ضد په جنګ کې د استفادې لپاره روسیې ته ډرونز اوتوغندي لیږلی دي. هم ماسکو اوهم تهران په کرتو د اوکراین او روسیې ترمینځ  دجنګ په پړاؤ کې د وسلو مبادله  دروغ بللې ده. دایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  هم ټینګار کړی دی چې  تهران د اوکراین د جنګ له پیلیدا مخکې  د روسیې لپاره یو شمیر ډورنز تامین کړي او په عین حال کې ئې په دې باب ادعاګانې چې  تهران  ماسکو ته توغندي لیږلي دي په سخته درکړي دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل  نن په بروکسل کې داروپائي  اتحادئې د خارجه وزیرانو له ناستې مخکې  له اوکراین څخه ددغې اتحادئې پر بیا ملاتړ په ټينګار سره ووئیل، مونږ تر دې دمه  په دې باب هیح دلیل نه لرو ، چې  دایران له خوا روسیې ته توغندی لیږدول شوي دي. بورل همداراز د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ا حیاء او دبندیزونو دختمونکو خبرواترو دریدا ته په ا شارې سره مدعي شوچې د خبرواترو ددریدا لاره ښه نه ده،البته دمونږ کار دوام لري. هغه همداراز  د ایران په ضد داروپائي اتحادئې د غلیمانه او ګوتوهونکو دریځونو په دوام :ې ، د اروپائي اتحادئې د بندیزونو لیسټ ته د ایران ددیرشو لوړپوړو چارواکو او اورګانونو  د ورزیاتولو خبر هم ورکړ. تهران  څو ځله  د اروپائي اتحادئې د بندیزونو زیاتولو ته په اشارې سره ددغه بلاک په ضد پریکنده او مناسب غبرګون  دغوره کولو په باب خبرداری ورکړی دی.

 

ټیګونه