په افغانستان کې د ترهه ګرو ډ لو شتون اندیښمنونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123752-په_افغانستان_کې_د_ترهه_ګرو_ډ_لو_شتون_اندیښمنونکی_دی
هندی حکومت دتیر کال د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته د رسیدا له وخت راهسې تردې دمه په کرتو  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیت د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړیدی.دوه میاشتې مخکې د ملګرملتو په عمومي اسمبلۍ کې د هند خارجه وزیر وئيلي وو،په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو شتون دسیمې د سولې اوثبات لپاره یوه خطره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2022 08:43 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ترهه ګرو ډ لو شتون اندیښمنونکی دی

هندی حکومت دتیر کال د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته د رسیدا له وخت راهسې تردې دمه په کرتو  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیت د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړیدی.دوه میاشتې مخکې د ملګرملتو په عمومي اسمبلۍ کې د هند خارجه وزیر وئيلي وو،په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو شتون دسیمې د سولې اوثبات لپاره یوه خطره ده.

د هندی حکومت چارواکي وائي،د القاعدې او داعش په څير د ترهه ګرو ډلو زیاتیدونکی نفوذ دسیمې دامنیت لپاره ستر چیلنج رامینځةکړی دی.

هندی حکومت دتیر کال د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته د رسیدا له وخت راهسې تردې دمه په کرتو  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیت د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړیدی.دوه میاشتې مخکې د ملګرملتو په عمومي اسمبلۍ کې د هند خارجه وزیر وئيلي وو،په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو شتون دسیمې د سولې اوثبات لپاره یوه خطره ده.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې وضعیّت د طالبانو په مسلط کیدا سره بدل شوی دی اوا په افغانستان کې د داعش او القاعدې زیاتیدونکي نفوذ د سیمې د امنیت لپاره یو ستر چیلنج رامینځةکړی دی.

د هندوستان   دځواک وزیر امیت شاه وائی ،د القاعدې ترڅنګد لښکر طیبه او جیش محمد په څير په جنوبی آسیا کې ترهه ګرې ډلګۍ   د ترور پراختیا ته دوام ورکوي. آمیت شاه ټينګار کړی، باید د ترهه ګرو پټنځایونو او دهغو پر سرچینو سترګې پټې نه کړو. دافغانستنا ګاونډي هیوادونه  په داسې حال کې  په دغه هیواد کې  دترهه ګرو ډلو په شتون اندیښنه څرګندوي، چې د طالبانو چارواکو تل وئيلي دي ، دافغانستان له خوا به دسیمې او نړۍ هیوادونو ته هیڅ ګواښ متوجه نه شي.