په امریکا کې د طوفان دقربانیانو شمیر کابو اویاؤ کسانو ته ورسید
امریکائی چارواکو وئیلی دي ،تر پرون پورې په درستې امریکا کې د تاریخي واورو او ژمني طوفان او سړو د قرباینانو شمیر کابو اویاؤ تنو ته رسیدلی او دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی.
ایرناخبری آژانس رآپور ورکړ،د کریسمس او د ۲۰۲۳میلادي کال له چټیانو سره په یووخت په امریکا کې بې مخینې ورښتونه او واؤرې هماغه راز په دغه هیواد کې لارې او سړکونه بند کړي او د مرستندویه عملیاتو خنډشوي دي.
په نیویارک ایالت کې بوفالو ښار د امریکا دژمني بې مخینې طوفان سره په یووخت په تیرو څلورو لسیزو کې د واورو تر ټولو بد طوفان سره مخ شوی او دغه راز غلې او شوکې هم پکې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي.
وئیل کیږي، په نیویارک ایالت کې د سخت ساړۀ څپه به د روانې اونۍ ترپاي پورې دوام ولري . همداراز د آب وهواد خرابیدا او دسختو طوفانونو په خاطر د کریسمس ډیر سفرونه هم لغوه شوي دي.
اې بی سي نیوز خبری چینل په دې باب راپور ورکړیو چې ددغه ژمني طوفان پراختیا تقریبا بې مخینې ده او د کینیډا له پولې سره نزدې له ستر جهیله رانیولې د میکسکو په پولې کې تر ریوګرنډ پورې په سیمو کې پراخ شوی دی. دغه راپور زیاتوي، د امریکا څه دپاسه شپيته فیصدي خلک ددغه طوفان له امله اغیزمن شوي دی او دطوفاني آب وهوا سپارښتنې ئې ترلاسه کړي دي.