د کاناډا  مسلمان ځوانان ټولنو ته د اسلام د سولې  پیغام لیږدوي
(last modified Tue, 17 Jan 2023 01:43:12 GMT )
Jan 17, 2023 06:13 Asia/Kabul
  • د کاناډا  مسلمان ځوانان ټولنو ته د اسلام د سولې  پیغام لیږدوي

مونږ باؤري یوو سوله هغه شی دی چې دمګړۍ په نړۍ کې ورته ډيره اړتیا ده .

تقریب خبری آژانس راپور ورکړ،د کاناډا د مسلمانو ځوانانو دټولنې  غړو ،د سنټ کاترینز  عمومی کتابتون  په مرکزي څانګې کې یو نندارتون  جوړ کړی دی .

 د کاناډا د مسلمانو ځوانانو د ټولنې یوه مسئول جواد ریحان  په دې باب ووئيل،  ددغه نندارتون هدف دا دی چې  وتوانیږو، د ټولنې دځينو غړو لپاره یوه زمینه او فرصت برابر کړو،څو  داسلام په باب د هرې یوې پوښتنې د درلولو په بڼه کې  له مسلمانو استازو سره خبرې وکړي.

 هغه زیاته کړه ، مونږ غواړو و دوستانه خبرې اترې وکړوڅو  خلک  په مختلفو مخینو سره  پخپلو کې سره غونډ شي او  پر هغو شباهتونو  چې پخپلو کې ئې سره لري ،ټینګار وکړي.  مونږ ټول په یوې ټولنې کې ژوند کوو ،پردې اساس غواړو ،د یوې غږمله ټولنې له رامینځةکیداو د موجوده  ځينو  درزونو  له ختمولو سره مرسته وکړو.

د کینیډا د مسلمانو ځوانانو  د ټولنې مشر روشن خان هم په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې  د ځوانانو دټولنې شعار، له نفرت کرکه او عشق د ټولو لپاره،  دی،ووئيل، مونږ باؤري یوو سوله هغه شی دی چې دمګړۍ په نړۍ کې ورته ډيره اړتیا ده .

 

ټیګونه