هند له پاکستان سره هیڅ ډول خبرې نه کوي
دهندوستان د خارجه وزارت ویندوي د کشمیر دموضوع په سر د اختلاف وړ مسئلو په پاب ددواړو هیوادونو د خبرواترو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر وړاندیز رد کړ .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د هندوستان دخارجه وزارت ویندوي اریندم باغچي ددې خبرې په کولوسره چې نوی ډیلی، له پاکستان سره د ښو اړیکو ټينګیدا غواړي، د کشمیر پشمول د اختلاف وړ مسئلو په باب ئې ددواړو هیوادونو ترمینځ د خبرواترو لپاره د پاکستان دلومړي وزیر شهباز شریف وروستی وړاندیز رد کړ.
باغچي په دې خبرې کولو سره چې له پاکستان سره خبرې اترې،دمګړئ د اسلام ابادا داقداماتو او چلند په دلیل ممکنې نه دي ووئيل،مونږ تل له پاکستان سره د ګاونډيتوب دعادي اړیکو غوښته کړې ده،خو باید داسې سمه فضا وي چې ترور ، دښمني او تاؤتریخوالی نه وي. دا هماغه راز د مونږ دریځ باقي پاتیکیږي.
تیره اونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپل هندي همڅنګه غوښتي وو څو له یوه بل سره دمیز په سر کیښني او د کشمیر د موضوع پشمول ددواړو هیوادونو داختلاف وړ مسئلو دحل لپاره سره صمیمانه او جدي خبرې اترې ولرل شي. هغه همداراز روښانه کړې، خبرې اترې د درستو مسئلو او شخړو حل دی او باید هندي چارواکي ضد پریږدي او پر کشمیري مسلمانانو دې نور ظلمونه نه کوي او دخبرواترو له لارې دې ستونزې حل کړي.