د اوکراین د جنګ په ژورتیا کې د امریکا رول او دلر واټنه وسلو ورلیږل
(last modified Sun, 05 Feb 2023 12:20:24 GMT )
Feb 05, 2023 16:50 Asia/Kabul
  • د اوکراین د جنګ په ژورتیا کې د امریکا رول او دلر واټنه وسلو ورلیږل

د امریکا دجنګ وزرات د تیرې جمعې په ورځې  اعلان کړی دی چې په دقیق شیشت لګیدونکي قدرت سره د لرواټنه توغندیوپشمول  اوکراین ته ددغه هیواد د دوه اعشاریه دوه میلیارډ ډالرو په ارزښت د نوو وسلو پيکیج لیږي چې  د روسي عسکرو په ضد د اوکرایني  عسکرو په ټارګټ دحملې واټن تقریبا دوه برابره کوي.

د پنټاګان ویندوي پت رائيډر ووئيل چې په دغې جوپې کې له مځکې څخه ویشتونکي کم قطر لرونکي بمونه(Ground-Launched Small Diameter Bomb (GLSDB)) شامل دي چې تر یو سل پنځوس کلومیټرۍ پورې په واټن کې  د روسیې پوځي زیرمې او مورچلې په شیشت کې راوستلی شي.دا  د اوکراین والو پوځیانو  په لازیات واټن کې د ټارګټ کولو وړتیاوې  زیاتوي څو د خپل هیواد په دفاع کې عملیات وکړي ا و خپل ټاټوبی بیرته واخلي. د اوکراین پوځ ته له مځکې  څخه ویشتونکي دغه بمونه،په دونباس، زاپوریژیا، خرسون او د کریمه په شمالی برخې کې  د روسیې ترنیواک لاندې سیمو کې  په هرې برخې  دحملې توانمنۍ ورکوي. دغه وسلې د روسیې د هوائي مرکزونو او سلاکوټونو، د تدارکاتو اصلی کرښې  ګواښلی شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر  زلنسکي  د واشنګټن ددغې فیصلې هرکلی کړی دی . زلنسکي په خپل ټویټ کې لیکلي دي ،زمونږ وسلې هرڅومره لرواټنه شي، او د مونږ ځواکونه لازیات خوځښت ولرل شي، د روسیې وحشي ډوله حملې به هم لازر ختمې شي. اوکراین له مودو مخکې راهسې  له امریکا د لرواټنه وسلو  د ورکولو غوښته کړې وه څو تر اتیا کلومیټرو واټن پورې  له هیمارس ډوله راکټونو څخه ورآخوا د روسیې  مورچلې او مرکزونه په شیشت کې راوستل شي.

 داسې ښکاري  د اوکراین د جنګ  د لومړئ کلیزې په درشل کې  ددغه ورانونکي جنګ لمبې د لویدیځ د هغه ورانکارو سیاستونو په دلیل چې   اوکراین ته ئې تر ټولو بې مخینې  او بې خرته وسلې او پوځي مرستې لیږدولي دي، ددې په ځاي  چې  د  جنګ داور لمبې غلي کړي، دغه لمبې به لازیاتې  او غَرغَنډه کړي او  د لازیاتو سیمو لمن به راګیر کړي. امریکا د اوکراین د جنګ  دختمولو د ضرورت په باب له خپلو شعارونو او ډنډورو سره سره ،عملاد روسیې د لازیات ښکیللولو  او کمزوري کولو په موخې سره  ددغه  جنګ  ژوروالی او پراختیا  ته مخه کړې ده  او په دغې لارې کې ئې  اوکراین ته  د لازیاتو وسلو او پوځي تجهیزاتو د لیږلو د لازیاتولو لپاره  پر خپلو لویدیځي  متحدانو په تیره بیا پر اروپائي ملګرو ددباؤ دا چولو او د  لمسؤلو  سیاست وړاندې کړی دی چې  یو وروستی مثال ئې  او البته  مهم مثال ئې، د اوکراین لپاره  د جرمني پشمول  داروپائي هیوادونو له خوا د زیاتره او غوره جنګی ټانکونولیږدول  دي. البته ځينو اروپائي مشران  په تیره بیا د  جرمني صدراعظم   اولاف شولتس په دې موضوع د  روسیې داخل ته د جنګ د لمن د غزیدا او په دې  باب د ماسکو د جدي  غبرګون  په اړه جدي اندیښنه  لري. هغه  د  روسیې په خاورې د حملې لپاهر دلویدیځ د  لیږل شوو وسلو د نه کارولو لپاره د اوکراین له ولسمشر سره  د موافقې مدعي شوی دی.شولتس  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اوکراین  له ولسمشر زلنسکي سره ئې د روسیې په خاورې دحملې لپاره  ئې د لویدیځوالو له وسلو  د نه ا ستفادې او دغه راز   یوازې د اوکراین د  خاورې په داخل کې ورڅخه د استفادې  لپاره کومه موافقه  کړې ده ؟ ووئيل، په دغې موضوع  اجماع  شته ده. دا ادعا په داسې حال کې  مطرح شوي چې اوکراین ته د لرواټنه یرغلیزو وسلو  دلیږد لپاره  دامریکا نوی اقدام، چې  دقیقا  دپوځي نښتو د  لمن د له پراخولو اوژورولوپه موخې سره ترسره شوی، د جرمني د صدراعظم  له دغې ادعا سره په تضاد کې  دی. په عین حال کې  روسیه چې  د لویدیځوالو  سیاسی اوپوځي خوځښتونه په  دقت سره څاري،په کریمه د اوکراین  د حملې لپاره د اوکراین  د احتمالی اقدام په باب چې البته  په حتمي توګه به دناټو د وسلوالو ،اطلاعاتي  او پوځي ملاتړون سره  یو ځاي وي،جدی خبرداری ورکړی دی.

 د روسیې د ملی امنیت د شورا مرستیال مشر دیمیتری مدودوف په یوه ټویټ کې په کریمه ټاپووزمه د حملې لباره د اوکراین د اقدام په باب  په خبرداری ورکولو سره لیکلي دي، نړیوالو قوانینو ته د خلکو په هوډ سره د احترام په سترګه ګوري.کریمه روسیه ده . په کریمه حملې ته  د روسیې په حتمي غچ او له هرې یوې وسلې سره ځواب ورکول کیږي.

 دماسکو دغه خبرداری او پر دې ټينګار چې  کریمه باندې حمله به له هرې یوې وسلې سره ځواب وویني،په کریمه  د حملې په غبرګون کې له ایټمی وسلو څخه  داستفادې په باب دروسیې له خوا دجدي خطرې دټلۍ  دکړنګولو په معنا ګڼل کیدلی شي.ځکه  د روسیې په ایټمي نظرئې کې ټينګار شوی دی چې ددغه هیواد دمځکنۍ بشپړتیا  ګواښ به له ایټمي غبرګون سره مخ شي او د روسیې چارواکو په کرتو ، کریمه سیمه د روسیې یوه  نه بلیدونکی برخه  اعلان کړې ده . په عین حال کې  له کی یف څخه د واشنګټن پراخ ملاتړونه،په روسیې د ژورو حملو او هم په کریمه د حملې په زمینې کې  د اوکراین  په وروستیو ګواښونو کې   نه انکاریدونکی رول لوبوي.

Image Caption

 

 

ټیګونه