په نیوزیلینډ کې د ګبریل سمندري توپان له امله د مړو شمیر ۵ تنو ته رسیدلی.
Feb 16, 2023 17:18 Asia/Kabul
په نیوزیلینډ کې د ګبریل په نوم سمندري توپان له امله د مړو شمېر ۵ ته رسیدلی او شاوخوا ۹ زره کسان بې کوره شوي دي.
په نیوزیلینډ کې د ګبریل سمندري توپان له امله د مړو شمیر ۵ تنو ته رسیدلی.
په نیوزیلینډ کې د ګبریل په نوم سمندري توپان له امله د مړو شمېر ۵ ته رسیدلی او شاوخوا ۹ زره کسان بې کوره شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې په نیوزیلینډ کې یاد توپان په کمېدو دی، د ژغورنې هڅې جریان لري او په یو شمېر ښارونو کې د لارې بندیدو له امله د چورلکو په وسیله خلکو ته اوبه، خوراکي توکې او نور مواد رسول کیږي.
د یاد توپان له امله ګڼ شمېر کورونه او ودانۍ هم زیانمنې شوي او د عمومي سړکون په څنګ کې د کالونو رسیدلې ونې هم چپه شوي دي.