د تهران او ځينو بهرنیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله د ه د استفادې وړ مو وګرځي.
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انترنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د بشری حقوقو د شورا په غونډې کې ووئيل، ځيني اروپائي هیوادونه د دوه ګوڼومعیارونو او د ښې ترهه ګرۍ د پروسې په چوکاټ کې ګډون کړی او د ایران په وروستیو بلواؤ کې ئې ځینو ترهه ګرو عناصرو ته د پام لوجیسټکي اوا مالی مرستې او آسانتیاوې ورکړي دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د عربانو د پارلیمانونو دمشرانو د اتحادئې غړو د سورئې په دمشق کې د سورئې په پارلیماني ناستې کې دمګړۍ او په راتلونکي کې له سورئې پر ملاتړ ټينګار کړی او عربي اتحادئې ته ئې د دمشق د بیرته ستنیدا غوښته کړې څو د بشار اسد په ضد دعربي حکومتونو نیمګړي سیاستونه پاي ته ورسیږي او د مقادمت جبهه یو بل بریالیتوب هم ترلاسه کړي.
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سرد ار حسین سلامی په تهران کې دعراق له دفاع وزیر سره په کتنې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکایان هر چرته چې وي ،نو هلته به ناکراري هم وي ووئيل، باثباته، کرار او پیاوړي ګاونډيان د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره ډير مهم دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو وزیر بهرام عبداللهی د خوړو،درملو او طبی تجهیزاتو دحوزې د پوه بنسټه شرکتونو د محصولاتو د لومړني نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې چې په امام خمینی عیدګاه کې ترسره شوې ووئيل، د سلامتیا حوزې د اسلامی انقلاب له بري وروسته تر دې دمه لوئې بریاوې ترلاسه کړي او په دنیا کې زیات ویاړونه هم درلودلي دي، او دمګړئ شلو هیوادونو د ایران د اسلامی جمهوریت د طبی تجهیزاتو او درملو د تامینولو لپاره غوښتنې کړي دي.
آناتولي خبري آژانس په یوۀ راپور کې وئيلي دي ، په افغانستان کې طالبانو ډلې د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي د وګړو د بې وسلې کولو لپاره له اسلام اباده د پیسو غوښته کړې ،یاده دې وي چې دغه غوښته په همداوروستیو کې د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د یوه لوړروتبه پلاوي کابل ته د سفر په وخت شوې ده.
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د عراق له دفاع وزیر سره په کتنې کې ووئيل، عراق باید دخپلو ګاونډیانو په ضد د ګواښ یا دسیسې ځاي نشي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، خبرو سرچینو راپور ورکړی د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائيل ګروسي ټاکل شوې ده ډیر زر ایران ته په سفر راشي.
ور ځپاڼې مخکې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزرات په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د اوکراین او ورسیې ترمنیځ د روغې جوړې دخبرواترو د مینځګړیتوب هرکلی کوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،له عربستان سره د نوو خبرواارو په ارزونې بوخت یوو.
دعراق په الانبار ولایت کې د پوځ په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډ لې دیوې سرغنې پشمول اولس ترهه ګر هلاک شوي دي.
په تهران کې د طالبانو ډيپلوماټانو ته د افغانستان د سفارت په سپارلو پسې د ا فغانستان خارجه وزارت اعلان کړی دی چې دغه سفارت ئې نوي ډيپلوماټان لیږلي دي او ډیر زر به دغه سفارت د نوي ډيپلوماټانو په سرپرستۍ فعالیت بیرته پیل کړي.
دمصر لومړی وزیر مصطفی مدبولی د اقتصادي ملګرتیاؤ او د اړیکو د پیاوړتیا په موخې سره قطر ته لاړ. داپه داسې حال کې دي چې قطر څو کاله مخکې د عربستان په مشرۍ څلورو عربو هیوادونو په بشپړ ډول بایکاټ کړی ؤ چې د هغو هیوادونو په سر مصر هم لیدل کید.
د اوکراین خارجه وزیر دیمترو کولیا په یولړ څرګندونو کې ووئيل، له عربستان سره اړیکې پراخوي. داپه داسې حال کې دي چې د عربستان خارجه وزیر چې په همداوروستیو کې او کراین ته په سفر تللی،ؤ له اوکراین سره ئې د څلور سوه میلیون ډالري مرستې خبره هم کړې .
په افغانستان کې د نشه ایزو توکو په ضد د طالبانوحکومت پاکونکي عملیات دوام لري او وئيل شوي دکابل پشمول ئې په څوولایتونو کې په سلګونو روږدي کسان غونډ کړي او ټاکل شوې ده درملنه ئې وکړي.
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل اڼترنیټي سایټ کې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په جینوا کې د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا په غونډې کې روښانه کړه، امریکا او اروپاپه ایران کې د بشری حقوقو په باب د خبرو لپاره هیڅ اخلاقي صلاحیّت نه لري او باید د خپل ولس د مشکلاتو او ستونزو د آواري په فکر کې دې شي.
د ایران داسلامی جمهوریت د پولیسو عمومی قوماندان سردار رادان په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په ایران کې د امنیت په حوزې کې له هیچا سره ټوکې نه کوو ،او هیچا ته اجازت نه ورکوو، چې د ولس د امنیت له سرې کرښې واوړي .
د ا وکراین د جنګ په دوسیې کې د ماسکو او بیجینګ دملګرتیا سویه لوړه شوې ده او په همدااوروستیو کې د چین او روسیې ترمینځ د سټراټژيکو په بیاوړتیا او پراختیا اروپائي مشران لالهانده شوي او د امریکا په پلۀ د پل کیښودلو چارو ته ئې مخه کړې ده.
د عربستان په ختیځي ولایتونو کې د ځاي اوسیدونکو له خوا د آل سعود رژيم د جنایتونو او سختو اقداماتو په خلاف یو ځل بیا چغې پورته شوي دي.
د ایټالیا په لور په تلونکي کشتۍ کې چې په همداوروستیو کې په سمندر کې ډوبه شوې ده،د مړو شمیر کابو پنځه اویاؤ کسانو ته رسیدلی چې وئيل کیږي، زیاتره پکې افغانان او پاکستانیان دي او دغه راز کابو درې اتیا کسان هم پکې ژغورل شوي دي.
داهم د تهران جام جم انلاین خپرونه ده چې پخپل سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د کورنیو وزارت په یوې خبرتیا کې د افغانستان د طالبانو د پوله ساتي ما مورانو په لاس د ایران د یوه سرحدي مامور په و هلو ټکولو باندې په سخت غبرګون کې وئيلي دي ، دغه شان سپير او له قواعدو بې خبره کارونه هیڅکله هم د منلو وړ نه دي او باید په دې اړه د طالبانو سرحدي مسئولنه بخښنه وغواړي.
د ایران د خاتم الانبیاء(ص)د مرکزی غونډ قوماندان سردار غلام علی رشید ووئيل،مونږ امریکایانو ته خبرداری ورکوو، د ایران په ضد د صهیونیسټي رژيم له اقداماتو هرډول ملاتړ به په سیمې کې دامریکائي پوځيانو ژوند له جدي خطرو سره مخ کړي.
د ایران د ایټمي انر ژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي په یولړ څرګندونو کې و،ئيل، په همداوروستیو کې د آژانس د سیف ګارډز برخې له مرستیال مشر سره هیله منونکي او رغنده خبرې شوي دي او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د آژانس مشر رافایل ګروسي د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته په سفر راشي.
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د عراق له دفاع وزیر سره په کتنې کې ووئیل، سپاه پاسداران د عراق د ځواکونو د روزنې لپاره تیار دی. هغه دغه راز ووئيل، د اسرائيلو په باب د دبغداد د چارواکو دریځ د ستاینې وړ دی .
اوس هم راګرځو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي اومونږ هم له انټرنیټه راخستي او تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له خوا په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارو د ترلاسه کولو موضوع ته پام اړولی او لیکي،طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل د طالبانو د حکومت لپاره یو بریالیتوب دی.
واشنګټن پوسټ لیکي،د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې دا چې نړیوالې ټولنې له دې کاره ډډه کړې،بلکې د حکومت پر وړاندې ئې جدي اقدامات هم کړي دي.
د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د طالبانو افراطي اقدامات په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او د اقلیتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره ملۀ وو.
د ورځپاڼې په لیکنه نړیوالې مرستې په یوه شپه قطع شوې، د طالبانو پر مشرانو لګول شویو بندیزونو هغوی له دې راوګرځول چې په بهر کې د افغانستان مالي شتمنیو ته لاسرسی ولري او له دې هېواد سره مالي راکړې ورکړې هم بندې شوې.
د دغو اقداماتو نتیجه دا شوه چې د افغانستان اقتصاد راولوېږي او خلک له قحطۍ سره مخامخ شي.
واشنګټن پوسټ همدارنګه د ترهه ګرې ډلې داعش پر موضوع چې د طالبانو پر وړاندې یو ګواښ ګڼل کېږي،هم تمرکز کړی او لیکي،په کابل کې د یکشنبې په ماښام د طالبانو په عملیاتو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې دوه غړي ووژل شول.
عرب نیوز ورځپاڼې هم پر همدې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې حملو ته زور ورکړی او د طالبانو پُستې او ګزمې او همدارنګه عمومي ځایونه یې په نښه کړي دي.
عرب نیوز د طالبانو د ویاند ذبیح ا... مجاهد له قوله لیکلي چې ویلي یې دي د دغې ډلې پر وړاندې عملیات د کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې ترسره شول چې د ده په خبره دوه وسله وال غړي یې ووژل اویو یې ژوندی ونیول شو.
د مجاهد په وینا پر دې سربېره د دغو عملیاتو په نتیجه کې یو شمېر وسایل او تجهیزات هم ترلاسه شول.
د عرب نیوز په لیکنه تېره میاشت هم د طالبانو امنیتي کسانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډ لې درې ترهه ګر هلاک کړي وو.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************