Mar 11, 2023 05:23 Asia/Kabul
  • چین د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزه خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ پرون وویل د ایران او د سعودي عربستان موافقه د سولې لپاره بریالیتوب دی.

هغه دې ته په اشارې سره چې نړۍ یوازې د اوکراین مسلې ته محدوده نه ده وویل خبرې اترې د چین د  ایران او د عربستان د نظرونو پراساس وشوې.

دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ.

هغه پرون د هغو هیوادونو د قدرونې په ترڅ کښې چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان ترمینځ د موافقې په رامینځته کولو کښې یې مهم رول ولوبوه وویل د ایران او د عربستان ترمینځ د ښه ګاونډیتوب اړیکې د فارس خلیج سیمې لپاره ډيرې مهمې دي.

دغه راز امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان ترمینځ موافقې ته په لومړي غبرګون کښې وویل چې د تهران او د ریاض ترمینځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د احیا په اړه له راپورونو خبره ده.

امریکا پرون په یمن کښې د سعودي عربستان د ائتلاف په اقداماتو کښې له ګډون کولو سره سره ادعا وکړه چې په یمن کښې د جنګ له ختمیدا  او په مینځني ختیځ کښې د تاوتریخوالو له کمیدا سره د مرستې لپاره د هر ډول هڅې هرکلی کوي.

 

ټیګونه