د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د بیا ځل دیپلوماتیکو اړیکو پیل کېدو په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه
(last modified Wed, 15 Mar 2023 09:45:11 GMT )
Mar 15, 2023 14:15 Asia/Kabul

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د بیا ځل دیپلوماتیکو اړیکو پیل کېدو په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه د خپرونه کوربه : عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه : په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه قاري محمد داود مجاهد، په ایران کې میشت د نړیوالو مسائلو څېړونکی سید ریاض احمد رضوي او له پاکستان څخه د جامعة القایم مهتمم مولانا سبطین حسین

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د بیا ځل دیپلوماتیکو اړیکو پیل کېدل د اسلامي نړۍ لپاره یو هیله بخښوونکی اقدام دی.

له اووه کلونو سختې سیالۍ وروسته، دغه دوه هېوادونه د چین په منځګړیتوب د ډیپلوماټیکو اړیکو پر بېرته پیلولو سره سلا شوي دي.

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د چین په منځګړیتوب هوکړه وشوه چې د دې هوکړې پر بنسټ به سعودي عربستان او ایران د خپلو امنیتي همکاریو تړون بېرته احیا کړي، د دوو میاشتو په مودې کې به خپل سفارتونه فعالوي او د سوداګرۍ، پانګونې او کلتور په برخو کې به خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

له دغې هوکړې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ملاتړ هر کلی او ملاتړ اعلان کړ، همدا راز یې دغه هوکړه د اسلام په ګټه بللې ده.

داسې ښکاري چې له دغې هوکړې نه د امریکا له محتاطانه هرکلي سره سره، سپینه ماڼۍ په منځني ختیځ کې د دوو مسلمانو او سیاسي سیالانو له هوکړې راضي نه ده، ځکه چې د ډیپلوماټیکو اړیکو بیا پیلول او د سیمې د دوو مسلمانو قدرتونو ترمنځ د ترینګلتیاوو عادي کېدل به په منځني ختیځ کې د لویو لیکو د جوړېدو لامل شي.

د چین په منځګړیتوب د ایران او سعودي عربستان ترمنځ شوې هوکړه د دغه هېواد لپاره ستره بریا او د امریکا او سهونیستي رژیم لپاره جیوپولیټیکي ننګونه ګڼل کېږي.

اوس پوښتنه داده چې د دوه مسلمان هېوادونو ترمنځ هوکړه مسلمانو په ځآنګړې ډول د ګاونډیو هېوادونو لپاره څومره ګټوره ده او بالاخره به یې په امریکا او اروپایي هېوادونو تاثیرات څه وي، دغه هوکړه به تر کومې په بریالي ډول دوام وکړي یا خیر، په همدې موضوع مو د دې اونۍ هینداره خپرونه ځآنګړې کړې.

په خپرونه کې را سره په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه محمد داود مجاهد، په ایران کې میشت د نړیوالو مسائلو څېړونکی سید ریاض احمد رضوي او له پاکستان څخه د جامعة القایم مهتمم مولانا سبطین حسین میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه