د فلسطینیانو په ضد د اسرائيلو د خزانې وزیر څرګندونې سپکاوی دی
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مسئول جوزف بورل د فلسطینیانو د تاریخ دنفي کولو په باب د اسرائيلي خزاانې وزیر لمسؤنکي خبرې خطرناکې او سپکې وبللې.
د صهیونیسټ رژیم د خزانې وزیر بزالل الموتریچ په پاریس کې په یولړ دستورو کې مدعی شوی چې د فلسطین د خلکو په نامې سره هیڅ څه شی وجود نه لري. هغه ادعا وکړه ، دفلسطین ولس ، د تیرې پیړۍ یوه اختراع ده او هغه ا و د دهغه د پلار نیکۀ په څير خلک،حقیقي فلسطنیان دي.
هغه له دې مخکې د نابلس په جنوب کې په حواره سیمې کې د فلسطنییانو په ضد د یهودي ښارګوټو اوسیدونکو د حملو ملاتړ کړی او په سیمې کې ئې د قومي پاکونې غوښته کړې وه.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،جوزف بورل پروند اروپائي اتحادئې په مرکز بروکسل کې په خبري ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې د الومړنی ځل نه دی چې د سموتریچ په څرګندونو اندیښنه څرګندوي ، ووئيل، دغه څرګندونې په داسې شرائطو کې چې حالات ډير ترینګلي دي ، یوه تیروتنه،سپکاوی، خطرناکې او ناغیړي ده .
په همدې باب د د فلسطین د کورواکه تشکیلاتولومړي وزیر محمد اشتیه د صهیونیسټي رژيم د خزانې وزیر څرګندونې توکمپالې او ترهه ګرې بللي او وئیلي ئې دي ، دغه څرګندونې به په ځان له سر دنړیوالې محکمې هیګ ته د وړاندې کولو لپاره کافي وي. هغه پر ملګروملتو ،اروپائی اتحادئې او نورو نړیوالو او رګانو غږ کړی چې دغه ډول څرګندونې دې محکومې کړي او د اسرائيلو د بایکاټولو د خپلو جنایتونو په خاطر دې د ودوي سزا کولو په باب نړیوالې پرکړې فعالې کړي او تل ابیب ته دې له سزاګانو د تښتې اجارت نه ورکوي.