د ناټو تړون د متقاعد کیدا وخت رارسیدالی دی
(last modified Thu, 06 Apr 2023 10:37:41 GMT )
Apr 06, 2023 15:07 Asia/Kabul
  • د ناټو تړون د متقاعد کیدا وخت رارسیدالی دی

فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو ذ وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ناټو تړون ناکارندوالي ته په اشارې سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې ناټو ائتلاف متقاعد شي.

هغې په بروکسل کښې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو له غونډې وروسته وویل ناټو ائتلاف له خپل څلور اویا کلن موجودیت وروسته د غوړیدا لپاره هیڅ شی نلري او پر دې اساس اوس وخت رارسیدلی دی چې ناټو باید متقاعد شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل د ناټو تړون اقدامات او بیانیې ښودنه کوي چې د امنیت بحث او ناټو له یوبل سره هیڅ سمون نه خوري او دا داسې نتیجه ده چې په خپله ځان ښيي چې اوس وخت دی چې دغه پوځي تړون خپل کار پاې ته ورسوي.

د روسیې د خارجه وزارت د ویاندې دغه څرګندونې په حقیقت کښې له ناټو سره د فینلینډ یوځاې کیدا ته غبرګون ګڼل کیږي.

 

ټیګونه