د امریکا په فیلاډلفیا ښار کې د زده کونکو په ضد وسلوال تاؤتریخوالي په اوڅاره توګه زیات شوي دي
(last modified Wed, 12 Apr 2023 01:51:58 GMT )
Apr 12, 2023 06:21 Asia/Kabul

کلونه کیږي چې ډیری  امریکایان  په امریکا کې د  وسلو د ګرځولو او لرلو په آزادۍ  په اعتراض  سره  په دې زمینې کې د خپل هیواد دقوانینو د اصلاح غوښته کوي، خو په دغاه هیواد کې د وسلو لابیانې دومره قدرتمنې دي چې  کانګرس هم تر دې دم ه  په امریکا کې د وسلو د ګرځولو دمحدودولو لپاره  هیڅ ملموسي اقدام  نه دی ترسره کړی.

 

د امریکا د فیلا ډلفیاښار د تعلیمي ادارو مسئولانو په یوه راپور کې  په دغه ښار کې  د زده کونکو په ضد د وسلوالو تاؤتریخوالو په باب نوي احصائې  اعلان کړي چې اوڅاره زیاتوالی ښئ.

په امریکا کې د وسلو د ګرځولو آزادي  په  دغه درست هیواد کې د  وسلوالو تاؤتریخوالو  او ډله ایزو ډزو لامل شوي دي چې هره ورځ  خلک په تیره بیا زده کونکي قرباني کوي.

کلونه کیږي چې ډیری  امریکایان  په امریکا کې د  وسلو د ګرځولو او لرلو په آزادۍ  په اعتراض  سره  په دې زمینې کې د خپل هیواد دقوانینو د اصلاح غوښته کوي، خو په دغاه هیواد کې د وسلو لابیانې دومره قدرتمنې دي چې  کانګرس هم تر دې دم ه  په امریکا کې د وسلو د ګرځولو دمحدودولو لپاره  هیڅ ملموسي اقدام  نه دی ترسره کړی.

د امریکا سی بی ایس خبری چینل راپور ورکړی،  په فیلا ډلفیا ښار کې  دتعلیمي ادارو مسئولانو پرون وئیلي دي، دروان تعلیمي کال له پيل راسهې ، په  دغه ښار کې  کابو سل زده کونکي له ډزو سره مخ شوي چې  په هغو کې کابو شل زده کونکي په ډزو وژل شوي دي.امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په دوامدار ډول  له وسلوالو نښتو ،برمتګرۍ  او تاؤتریخوالو له څپو سره لاس او ګریوان شوې ده،په تیره بیا ددغه هیواد ښونځي او پوهنتونونه  له دغې بلا سره لاس او ګریوان شوي دي.

 

ټیګونه