د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت د تهران راډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واورئ.
(last modified Thu, 13 Apr 2023 06:10:19 GMT )
Apr 13, 2023 10:40 Asia/Kabul

د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت د تهران راډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واورئ. د خپرونې میلمانه: د ننګرهار د ارشاد، حج او اوقافو پخوانی رئيس مولوي محمد دواد مجاهد او دیني عالم پروفیسور دکتور نورالله کوثر د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی

د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ اونۍ د قدس ورځې سره برابره ده، په ۱۳۵۸ هجري لمريز کال کې چې له ۱۳۹۹ هجري قمري کال سره سمون خوري د رمضان مياشتي په ۱۳مه ورځ د ايران د اسلامي انقلاب موسس سيد آیت الله روح الله موسوي خميني په يو پيغام کې د ايران او نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چې د رمضان مياشتې وروستۍ اوونۍ دي د (قدس) په نامه و لمانځل شي او له فلطسنيانو څخه دی ملاتړ او له يهوديانو څخه دی کرکه او نفرت اعلان کړای شي .

دا ورځ هر کال په ډېر شمېر اسلامي هيوادونو کې د غونډو او لاريونونو په ترڅ کې نمانځل کیږي، چې ګډون کوونکي يې د خپلو وينا وو په ترڅ کې خپل ملاتړ د فلسطين له مظلوم ولس څخه اعلاموي ، د قدس نړيواله ورځ د باطل په وړاندي د حق جبهه ده ،د ظلم په وړاندې د عدالت صف دي د صهيونيزم د و ژونکي سرطان په وړاندې دمظلوميت فرياد د او چتولو ورځ ده .

لیکوالان او شنوونکي په دې اند دي چې د فلسطين او په خاص ډول په کې د اقصی شريف ( د مسلمانانو د لومړۍ قبلې) قضيه په عقيدوي لحاظ د ټول اسلامي امت شريکه قضيه ده چې د هغې په اړه هرډول تنازل او بې پروايي له اسلامي ارزښتونو څخه تنازل ګڼل کېږي ،يوازې د ورځو لمانځل، د غونډو جوړول او لاريونونه کول دا ستر زخمونه نشي دوا کولی بلکې د دې سرطان له منځه وړل د سترو حراجي عملياتو اړتيا لري.

د دوی په وینا د فلسطيني ولس د آزادۍ لپاره بايد عملي ګامونه واخيستل شي او په دې برخه کې اسلامي امت په واحد صف کې سره را ټول او جدي اقدامات تر لاس لاندې ونيسي .

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره (او چا )په خپل وروستي را پور کې کاږي: په ۲۰۲۲ م کال کې ۲۳۰ تنه فلسطینيان د صهيونیستانو له لوري د مردکو په وسيله په شهادت رسيدلي چې له دې ډلې ۱۷۱ تنه په باختري کرانه کې ،۵۳ تنه په غزه تړانګه کې او شپږ تنه په نورو سيمو کې په شهادت رسیدلي .

د اوچا راپور کاږي چې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې ۹۳۳۵ تنه عام فلسطینيان د صهيو نیستانو له لوري د يرغلونو پر مهال ټپيان شوي دي، ۶۵۰۰ تنه فلسطینيان د يهوديانو له لوري زندانونو ته وړل شوي چي له دې ډلي څخه ۴۷۰۰کسان لا اوس په زندانو کې پاتې دي، ۸۳۳ ودانۍ د اسرائيلو له لوري په باختري کرانه او اشغالي قدس کې ورانې شوي دي .

د اوچا د را پور پر اساس په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د اسرائيلو له لوري د فلسطینيانو ضد ۷۹۳ حملې ترسره شوي دي چي له امله يې فلسطنيانو ته زيات مالي تاوانونه اړولي دي .

را پور زیاتوي چي په تير کال کې ۷۰۰۰ تنه عام فلسطینيان د اسرائيلو له لوري نيول شوي چې د هغوی له ډلی ۱۶۴ تنه نجوني او مېرمنې ۸۶۵ تنه ماشومان تر سترګو شوي دي.

د تهران راډیو د دې اونۍ په هینداره خپرونه کې هم موږ د قدس د نړیوالې ورځې په ارزښت، د سهونیستي رژیم څخه د فلسطیني وګړو د نجات او د دغه ورځې په مناسبت د مسلمانانو یوالي ته د هیله مندۍ زیاتوالې په اړه بحث کو.

په خپرونه کې را سره له افغانستان د ننګرهار د ارشاد، حج او اوقافو پخوانی رئيس مولوي محمد دواد مجاهد او دیني عالم پروفیسور دکتور نورالله کوثر میلمانه دي، هیله ده، خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه