روسیې د امریکا د ورانکارو اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې وویل په روسیې کښې د اختلاف د رامینځته کولو لپاره د هڅو په اړه یې د امریکا سفیرې لین ټریسي ته خبرداری ورکړی او ورته یې ویلي دي دغه اقدامات به شنډ کړي.
د روسیې د حکومت مخالف او لویدیځ پاله شخصیت ولادیمیر کارا مورزا په تیرې دوشنبې ورځ د خیانت په دلیل د ماسکو د محکمې لخوا په پینځویشت کاله بند محکوم شو.
امریکا ، بریتانیا او کاناډا په تیرې دوشنبې ورځ په یوه لاسوهونکي اقدام کښې د روسیې د محکمې دغه رایه وغندله او دغه راز یې په روسیې کښې په جاسوسۍ تورن امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ د خوشي کیدا غوښتنه یې وکړه.
د امریکا ښاریز ګرشکوویچ چې په ماسکو کښې د امریکا د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په دفتر کښې په کار بوخت و د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
روسیې د امریکا سفیره لین ټریسي د ولادیمیر کارا مورزا د پینځویشت کاله د بندي کیدا د غندنې په هکله د واشنګټن د نظر د څرګندولو په دلیل خارجه وزارت احضار کړه .
د روسیې د خارجه وزارت چارواکو د امریکا سفیرې ته وویل د روسیې په ټولنه کښې د دښمنۍ او د اختلاف د رامینځته کولو په هدف سره د امریکا هر ورانکونکي اقدام ته به متقابل ځواب ورکړل شي.