پوځي مانورې د امریکا کمزورتیا نندرې ته وړاندې کړه
رشیاټوډې ټيلي ویژن راپور ورکړ یوې پوځي مانورې د ټایوان پر سر له چین سره په احتمالي نښتې کښې د امریکا کمزورتیا نندرې ته وړاندې کړه.
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د منتخبې کمیټۍ لخوا د یوې پوځي مانورې ترسره کیدا وښودله چې د واشنګټن لپاره د ټایوان پرسر د تاوتریخوالي په دلیل د چین د احتمالي حملې په بڼه کښې د ټایوان د تجهیزاتو او د وسلو بیا تامینول ناممکن دي.
د امریکا د کانګرس منتخبې کمیټۍ په واشنګټن کښې د امریکا د نوي امنیت مرکز د فکر د کوټې په مرستې سره دغه پوځي مانوره منظمه کړي وه.
د امریکا د ویسکانسین ایالت د ریپبلیکن ګوند غړي مایک ګالاګر چې د دغه کمیټۍ مشر دی وویل مونږ په ټایوان باندې د چین د کمیونیسټ ګوند د یرغل د پیلیدا لپاره د زیات خطر په درشل کښې یوو او وروستۍ جنګي مانورې هم د دا ډول حملې د مخنیوي او په وسلو د ټایوان د سمبالولو پرضرورت ټینګار درلود.
خبري سرچینو هم په دې هکله وویل دغه پوځي مانورې وښودله که چیرې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د خپلو لرواټنه توغندیو زیرمې پیاوړي نکړي او په اسیا او اوقیانوسیې کښې له ډیرو پوځي اډو په استفادې کلو سره خبرې ونکړي نور د امریکا ځواکونو ته زیات تاوانونه ورسیږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګانګ په ټایوان کښې د تاوتریخوالو او هغو ته د ځینو هیوادونو د غبرګون په هکله په نوي وینا کښې وویل د ټایوان دواړو خواو ته سیمې د چین دي او دا د پیکینګ حق دی چې د خپلې خاورې دفاع وکړي.