د تهران او نړۍ ځینو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤنو ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،دامریکا فارن پالیسي خپرونې په یوې مقالې کې لیکلي دي، د ریاض او تهران وروستۍ موافقې وښودله چې د سیمې هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلي دي چې له ایران سره د اړیکو ښه کیدا د دوي لپاره لازیاتې ګټې لري او د مینځني ختیځ سیم هیوادونو د امریکا په ځاي ایران راوستی دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې په فرانسې کې بلواوې او اعتراضونه دوام لري، ورځ تربلې ئې هم اړخونه زیاتیږي او ددغه هیواد چارواکي او رسندوئې خبرداری ورکړي ،فرانسه د ګړَنګ تر غاړې ورغلې ده .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله له الوفاق ورځپاڼې سره په مرکې کې په ډاګه وئيلي دي ،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په لارښونو پسې لویدیځي غاړې اوسیدونکي په وسلو سنبالوو.
د امریکا د انرژۍ وزارت په یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ، ایران په وروستیو پنځو میاشتو کې د کابو اتلس میلیارډډالرو په ارزښت تیل خرڅ کړي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲کال کې د ایران ټول تیلی عایدات ۵۴میلیارډ ډالره ؤ.
په سویډکې د قرآن کریم په شان کې د سویډ د حکومت په ښکاره ملاتړ سره دسپکاویو په ضد غبرګونونه هماغه راز دوام لري، اوس وار د ملګروملتو او اروپائي اتحادئې راورسید، چې دوي هم په سویډ کې د قرآن کریم د نسخې د سوځولو په ضد دریځ غوره کړی دی.
دانګریز هندي توکمه لومړي وزیر په کابینې کې سوری وشو او د ژواک چاپیریال وزیر ورڅخه لاره بیله کړه.
دامریکا خارجه وزارت په یوه راپور کې له افغانستانه د امریکائي پوځیانو بې شرمه وتلو د دلیلونو په اعلانولو سره ټينګار کړی چې دغه بیړنۍ فیصلې مسئول اوسنی ولسمشر جوزف بایډن او پخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ دی.
داهم رسالت ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئيل د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران د شهیدانو د کلتور میراث کې ونډه لري.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د سورئې پوځ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د سورئې دپوځ توغندوي ضد دفاعي سسټم په فعالیدا پسې د دشمق توغنديو نیوواکي فلسطین په شیشت کې راوست.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني یو ځل بیا په ډاګه کړې ده ، د فرانسې حکومت دې له تاؤتریخوالو څخه په ډډه کولو سره د اعتراض کونکو په حقه غوښتنو ته توجه وکړي.
د انډونیشیا دنړیوالو اړیکو د پوهنتون استازې ډاکټر میرمندینا سلیمان ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د صهیونیسټي ترهه ګرۍ په پيزواني کولو کې مهم رول لوبولی دی .
د پاکستان د حکومت او د پیسو دنړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف ترمینځ دغه هیود ته بلاخره ددرې میلیارډ ډالري پور د ورکولو په اړه سره موافقه شوې ده
د افغانستان دطالبانو د حکومت د خارجه وزارت په اعلامیې کې په سویډ کې د قرآن کریم دسپکاوي په باب وئيل شوي دي ، د سویډ دحکومت په ملاتړ سره افراط پالو د کابو دوه میلیارډ مسلمانانو زړونه داغي کړي دي،باید دسویډ حکومت دې ددغه شان جنایتونو د تکراریدا مخه ونیسي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په فرمان سره د دغه هیواد داسلامی چارو وزارت دسږکال په حاجیانو کې کابو دوه میلیون قرآنونه ویشلي دي.
د روسیې ولسمشر و لادیمیر پوتین په دربند ښار کې په یوه جومات کې په شتون سره د قرآن کریم یوه ډالۍ ترلاسه کړې او وئيلي ئې دي ، په روسیې کې د قرآن کریم سپکاوی جرم حسابیږي.
داهم د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسی د صنعت او معدن د ملی ورځې په مناسبت په دستورو کې ووئیل، د هیواد تولیدات او محصولات د قدرت او قوت د زیاتیدا مهم ټکي دي
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،اروپائی اتحادئې په یوې اعلامیې کې په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي په کلکه محکوم کړل او په ډاګه ئې کړه چې باید دنورو د سپيڅلتیاؤ احترام دې وکړئ شي.
د البانیه لومړي وزیر یو ځل بیا دمنافقینو ترهه ګرې ډلګې وروستیو اړئ ګړئ رامینځةکولو ته په پام سره دغې ډلګې مسئولانو ته سخت خبرداری ورکړ.
د فرانسې په پاریس او نورو لسګونو ښارونو کې مظاهره چیانو او پولیسو په اخ وډب کې په لسګونو کسان زخمیان په سلګونو نیول شوي او په لسګونو تاسیساتو او ودانیو ته هم اورونه اچول شوي دي.
دغې ورځپاڼې په یوې مقالې کې لیکلي دي،د صهونیسټ رژيم یو جنرال د مقاومت د ډلو په وړاندې د صهیونیسټي رژیم په بې وسئ په اعتراف سره د لبنان د حزب ا... په تیره بیا ددغه غورځنګ د کمانډوزودپوځي توان په باب اندیښنه څرګنده کړه.
ورځپاڼې په دغې مقالې کې لیکلی دي ،په تیرو ۲۳کلونو کې نړۍ شاهده ده چې د لبنان حزب ا... ولسی غورځنګ په مختلفو پوځي تجهیزاتو او په شجاعانه او میړني مقاومت څخه په استفادې سره د صهیونیسټي رژيم تیریګر پوځ ته درندې ماتې ورکړي او د ۲۰۰۰کال او د ۲۰۰۶کال په دوو جنګونوکې ئې صهیونیسټانو ته نه هیریدونکي ماتې ورکړي دي.
په دغې مقالې کې د رای الیوم له قوله راپور ورکړل شوی ، د صهیونیسټي رژيم د پوځ زیرمه ځواک قوماندان جنرال اسحاق بریک د ایران په ضد ددغه رژيم د هرې ورځې ګواښونو په واړو بللو سره ومنله چې باید په یاد وساتو چې په ویتنام کې د ورژو کروندګرو دامریکا ستر قدرت ته ماته ورکړه اودا مثال ددې ښودنه کوي چې په جنګونو کې د بریالیتوب لپاره ویازې پر ټيکنالوجۍ زړونه نشي خوشالیدلی ،بلکې ځواکونه باید لوړه پوځي روحیّه ولري .
جنرال بریک زیاته کړې ،د وروستیو بدلونونو ارزونه ښئ چې صهیونیسټي رژيم خپل سټراټژيک لرلید له لاسه ورکړی دی ، پر دې اساس یوه سیمه ایز جنګ ته د واریدیدا لپاره تیار نه دی او دیوه جنګ د پیلیدا په بڼه کې به اسرائيل هره ورځ په نیواکي ټاټوبو کې د پنځه زره توغندیو او هاوانونو دګولیو د غورځيدا شاهد وي .
= اوس هم راګرځو ځینو بهرنیو خپرونوته چې دافغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي ، او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر تازه راپور لیکنه خپره کړې، چې د هغه هېواد پر دواړو ولسمشرانو، له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي له کبله انتقاد شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور د جمعې په ورځ خپور شوی او وايي، د ۲۰۲۱م کال پر مهال د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن ادارو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې او وروسته اشتباهات کړي دي.
ورځپاڼې د راپور یوه برخه را اخیستې چې وايي: "په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د ختمېدو په باب د دواړو ولسمشرانو ټرمپ او ولسمشر بایډن پرېکړو د افغان حکومت او د افغانستان د امنیت د بقا لپاره جدي عواقب درلودل."
دغه راپور، چې افغانستان د اقدام تر ارزونې وروسته نوم ورکړل شوی، د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن په غوښتنه برابر شوی او وايي، د دواړو ولسمشرانو پرېکړو د بهرنیو چارو وزارت ته 'د پام وړ چلنجونه' پېښ کړل.
ګارډین ورځپاڼه وايي، په ۸۵ مخونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې راپور یوازې ۲۴ مخونه په عامه خپاره شوې، پاتې برخه یې پټه ساتل شوې ده.
مېل انلاین: پر دې مسئله د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین هم لیکنه خپره کړې او د دې موضوع په باب یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې ورځې عکس العمل اخیستی دی.
د افغانسنتان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د څرګندونو هرکلی کړی او وايي: "مونږ د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې نه شته، د حقیقت درک بولو."
خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وړمه ورځ ناوخته له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، القاعده شبکه په افغانستان کې نه شته او طالبان په دې برخه کې د دوی مرسته کوي.
بایډن د یوه کنفرانس په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اړه د پوښتنې په ځواب کې، په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د 'جنګي ډلو' د نه موجودیت خبره نه ده کړې، یوازې یې د القاعده شبکې د نه موجودیت موضوع تایید کړې ده
مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، په می میاشت کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې د القاعده په څېر وسله والې ډلې په افغانستان کې د بیا ظهور په حال کې دي.
په هغه راپور کې ویل شوي وو، چې دالقاعده شبکې دغه راز تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترمنځ اړیکې لا هم هغسې پیاوړې او سمبولیکې پاتې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي وو، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې یو لړ تروریستي ډلې د مانورونو پراخه ازادي لري او په افغانستان دغه راز سیمه کې د تروریزم خطر په پراخېدو دی.
طالبان، چې پر افغانستان واکمني کوي ټینګار لري، چې نه پرېږدي کومه وسله واله ډله د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د حملو لپاره وکاروي او په افغانستان کې د القاعده شبکې حضور هم نه مني.
د مېل انلاین په لیکنه کې راغلي، چې طالبانو لا هم دا موضوع تایید کړې نه ده، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري دې تېر کال په کابل کې د امریکا د بې پېلوته الوتکې په حمله کې وژل شوی وي.
دوی ویلي وو، چې د هغې پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.