له ناټو سره د سویډن یوځای کېدل تایید شول
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب منلی دی.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» ویلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان منلې چې هېواد یې په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، اردغان به په ناټو کې د سویډن د شاملېدو غوښتنه د خپل هېواد پارلمان ته وړاندې کړي، څو په یاد سازمان کې د سویډن ګډون یقیني شي.
هغه ویلي، اردغان ژمنه کړې چې د ترکیې په پارلمان کې به د دغې هوکړې منلو ته لاره هواروي.
تېره شپه په ناټو سازمان کې د سویډن یوځای کېدو ته د ترکیې شین څراغ تاریخي ګام بلل شوی دی.
فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته په ناټو سازمان کې د ګډون غوښتنې کړې، چې د فنلنډ غوښتنه منل شوې، خو له تېر یو کال راهیسې ترکیې د سویډن غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی و.
ترکیه تور پورې کوي چې سویډن لاهم د کرد جنګیالیو ملاتړ کوي.