شهزاده علی اکبر(ع)د ځوانانو لپاره د اسلامی اخلاقو بیلګه دی
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو حسینی پتمنو ته د زړه له کومې تسلیت وائي.
د حضرت امام حسین علیه السلام د ویر او ماتم په شپو ورځو کې دمحرم د اتم شپې دستورې د اسلامي انقلاب د سترلارښود په شتون سره په امام خمیني امامباړې کې بیګا ترسره شوې.
زمونږخبریال راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په شتون سره ددوهم شپې لپاره په دغو دستورو کې حجةالاسلام علی اکبري د ځوانانو لپاره د اسلامی اخلاقي تربیتي بیلګې په توګه د حضرت شهزاده علی اکبر علیه السلام دشخصیتي اړخونو په باب رڼا واچوله او په دوام کې مجید بنی فاطمه د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام په مدح کې مرثیې ووئيلې او دغه راز دحسینی عاشورا دپاڅون انګازې ئې بیان کړې.
ټاکل شوې ده د تهران په امام خمینی امامباړې کې به دغه ولولناکې دستورې د زمري د میاشتې تر اومې نیټې پورې د وام وکړي.
د درست ایران پشمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دحضرت امام حسین علیه السلام د هغه د وفادارو یارانو په درنښت او ویر کې دستورې جوړیږي او د نړۍ مسلمانان او پتمن ملتونه د حسینی عاشورا د پاڅون له اړخونو ځانونه خبروي او داهل بیت علیهم السلام په مینې او عشق خپل زړونه خړوبوي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو حسینی پتمنو ته د زړه له کومې تسلیت وائي.