د پوتین منتقد په ۱۹ کاله بند محکوم شو
Aug 05, 2023 08:42 Asia/Kabul
د روسیې د حکومت مخالف او د ولادیمیر پوتین منتقد «الکسي ناوالني» په یوه نوې قضیه کې په ۱۹ کاله بند محکوم شوی.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، تېره ورځ د روسیې یوې محکمې نوموړی د افراطیت په جرم محکوم کړی وو.
که څه هم هغه اوس په زندان کې دی، خو همکارانو یې پر ده لګېدلي تورونه رد کړي دي.
ده غوښتل چې د روسیې د ۲۰۱۸ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړي.
نوموړی پنځه ځله د بېلابېلو جرمونو په تور محاکمه شوی دی.
ټیګونه