اکوواس د نیجر له پوځي شورا سره خبرې نه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اکوواس په نوم د لویدیځې افریقا د اقتصادي ټولنې کمشنر بیګا وویل هیڅکله به د نیجر له پوځي شورا سره په دې هکله چې دغه شورا په هیواد کښې درې کلن انتقالي پړاو مدیریت کړي خبرې ونکړي.
د اکوواس دغه چارواکي وویل نیجر هیواد ته د اکوواس استول شوی پلاوی وتوانید چې د کودتاچیانو قومندان ته زمونږ دریځ ورسوي او دا یو مثبت بدلون دی.
هغه وویل د نیجر په زندان کښې د ولسمشر محمد بازوم د خوشي کیدا د ضرورت او په دغه هیواد کښې د اساسي قانون سیسټم ته د بیرته ستنیدا په هکله زمونږ دریځ روښانه دی.
د اکوواس ټولنې دغه چارواکي وویل پوځي انتخاب هماغه راز په خپل ځاې شته او مونږ له هغه پښیمانه نه یوو شوي.
دا په داسې حال کښې دي چې د نیجر د کودتاچیانو شورا پرون د لویدیځي افریقا د هیوادونو د اقتصادي ټولنې استول شوي پلاوي ته وویل چې هیڅکله د څنګ ته کړې شوي ولسمشر محمد بازوم د بیرته ستنیدا اجازه نه ورکوي.