د فرانسې حکومتي شورا په ښوونځیو کې د اسلامي حجاب د منع کولو ملاتړ وکړ
د فرانسې د حکومت شورا د پنجشنبې په ورځ په ښوونځیو کې د اسلامي حجاب د بندیز ملاتړ او د دې بندیز پر ضد شکایتونه رد کړل.
فرانسه چې د اروپايي هېوادونو په منځ کې تر ټولو زیات مسلمان نفوس لري، په وروستیو لسیزو کې تل د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض او مذهبي محدودیتونو شاهده ده.
د ایرنا د خبر له مخې دغې محکمې چې د دغه هیواد تر ټولو ستره اجراییوي محکمه ده اعلان وکړ چې په ښوونځیو کې د اسلامي حجاب منعه کول د فرانسې د قانون له مخې شوې ده، ترڅو په ښکاره ډول په ښوونځیو کې مذهبي سمبول لمنځه یوسي.
د فرانسې د ملي زده کړو او ځوانانو چارو وزیر ګبریل ایتل له دې مخکې د دغه هېواد په ښوونځیو کې د اسلامي حجاب د بندیز اعلان وکړ او دغه دغه چاره یې د فرانسې د سیکولریزم له پالیسۍ سره په ټکر کې وبلله.
په لومړي ګام کې پر دې تګلارې د فرانسوي سیاستوالو په تېره بیا د کیڼ اړخو ګوندونو له خوا سختې نیوکې وشوې او په دې اړه یې سخت دریځ خپل کړ.
د ټولنیزو رسنیو فرانسوي کارونکي هم د دې هیواد په ښوونځیو کې د اسلامي جامو د بندیز په اړه غبرګون ښودلی چې د روانې اونۍ له دوشنبې ورځې څخه په شدت په ښوونځیو کې تطبیق شو.