امریکا او ناټو له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین له بریا څخه ناهیلي شوي دي
(last modified Mon, 18 Sep 2023 12:04:03 GMT )
Sep 18, 2023 16:34 Asia/Kabul
  • امریکا او ناټو له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین له بریا څخه ناهیلي شوي دي

د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي ویلي چې د اوکراین جګړې ته د چټکې نتیجې رسېدل ناشونې دي او په جګړه کې د اوکراین بریا یوه "ډېره لوړه تمه" ده او ډېر وخت به ونیسي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې له پیل راهیسې له روسیې سره د سولې له خبرو سره مخالفت ښودلی او ادعا کوي چې مسکو د سولې په برخه کې جدي نه دی. هغه په ​​دې باور دی چې تر ټولو ښه پایله چې ترلاسه کېدای شي، د اوکراین له ټولې خاورې څخه د روسیې وتل دي. خو د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو مشر وویل چې دا هدف چې له اوکراین څخه د روسیې بشپړ وتل دي، ممکن نه دي. میلي لا دمخه اعلان کړی وو چې په دې ځوابي بریدونو کې د پایلو د ترلاسه کولو لپاره باید صبر وشي.

میلي وايي: په اوکراین کې تر دوه سوه زره زیات روسي پوځیان مېشت دي. د اوکراین ځوابي برید، که څم هم د پام وړ دی، خو محدود عملیاتي او تاکتیکي اهداف لري. حتی که اوکراینیان خپل اهداف ترلاسه کړي،  بیا هم نه شي کولای چې روسي ځواکونه په بشپړه توګه له خپل هېواد څخه وباسي، ځکه چې دا یو پراخ ستراتیژیک هدف دی، چې یوازې ولادیمیر زیلینسکي د هغه په لټه کې دی.

له روسیې سره په روانه جګړه کې د اوکراین د بریا په اړه د دغه لوړپوړي امریکايي پوځي چارواکي د مایوسۍ څرګندونه، د کېیف په ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو کې د روسي ځواکونو پر پوستو د پراخو ځوابي بریدونو په ترڅ کې د کېیف له خوا د خپلو مطلوبو اهدافو په ترلاسه کولو کې چې پاتې راغلي دي، معنی پیدا کوي. سپینې ماڼۍ منلې ده چې تراوسه یې د اوکراین په جګړه کې له ۱۱۱ میلیارد ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي. د پرمختللو وسايلو له سېلاب سره سره، چې لوېديځ کيف ته برابر کړي دي، اوکرايني ځواکونه نه دي توانيدلي چې د روسيې پر ضد په ځوابي بريدونو کې د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړي او له درنو ځاني او مالي زيانونو سره مخامخ شوي دي.

مشهور امریکايي خبریال "سیمور هیرش" د یوه استخباراتي چارواکي له قوله ویلي چې د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن ته خبر ورکړی چې د اوکراین پر ضد اوسنۍ مقابله کار نه ورکوي او ډېره لیري ده چې د روسیې د ماتې لامل شي. په حقیقت کې د روسیې پر ضد له اوږدې مودې راهیسې ځوابي برید چې روان وو، د دغه هېواد په ختیځ کې د اوکراین دفاعي لیکو ډېر پرمختګ نه دی کړی، دغه ورو پرمختګ لوېدیځ متحدین یې اندېښمن کړي دي.

همدارنګه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبرداری ورکړی، چې د اوکراین جګړه ښايي اوږده شي، ځکه چې د روسیې پر ضد د دغه هېواد د حملو لږې لاسته راوړنې لري.

سټولټنبرګ وویل: « باید په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتووالی ولرو.

په ورته وخت کې روسیې د اوکراین د ضدو بریدونو پر بې پایلې پاتې کېدو په ټینګار سره اعلان کړی چې اوکرایني ځواکونه له بشري تلفاتو او سترو تجهیزاتي زیانونو سره مخ شوي دي. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وینا، اوکراین د جون په میاشت کې د ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې تر 71 زره ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي. د اوکرایني سرچینو په وینا، ځینو واحدونو خپل ۹۰ سلنه انساني ځواک له لاسه ورکړی دی.

له دې حقایقو سره سره، امریکا او ناټو لا هم په اوکراین کې د خونړۍ جګړې د دوام غوښتونکي دي، په دې برخه کې سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې ناټو به د پوځي حل لپارې هڅې ته دوام ورکړي، نه ډیپلوماتیک. د ناټو عمومي منشي وویل: «موږ ټول د چټکې سولې غوښتونکي یو. "مګر په ورته وخت کې، باید دا ومنو که زیلینسکي او اوکراینیان جګړه ودروي، د دوی هېواد به نه وي او یوازې هغه وخت سوله راتلای شي چې پوتین او روسیه خپلې وسلې کېږدي."

جګپوړي امریکايي او د ناټو چارواکي په دې باور دي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې بریا، حتی د ناټو په شااوخوا کې به د دغه پوځي سازمان د بدنامولو او د روسیې د سیمه ایز او نړیوال نفوذ او قدرت د پراخولو په معنا وي او په امنیتي، پوځي او سیاسي برخو کې به بدلون راولي او دا به په اروپا کې د لوېدیځ په زیان بدل شي. له همدې امله، هر هغه اقدام چې د دې سناریو د واقعیت مخه نیسي، په شمول د هر ډول اغیزمنو او اوږد واټن وسلو لکه هیمارس او اټکامس توغندیو او همدارنګه د هر ډول درنو او نیمه درنو جنګي تجهیزاتو لیږل، د امریکا او په ناټو کې د هغه د شریکانو په اجنډا کې دي، خو دا اقدامات یوازې د دې جګړې د اوږدولو لامل شوي، پرته له دې چې د اوکراین په ګټه نتیجه ترلاسه کړي او همدارنګه د سولې پلانونو ته د کېیف د حکومت بې پروايي ښيي.

ټیګونه