په افغانستان کې دې ټولشموله حکومت زر ترزره جوړ شي
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړونې په ضرورت یو ځل بیا ټینګار وکړ.
د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته له رسیدا وخت راهسې له دغې ډلې ، په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت جوړیدا د درستو هیوادونو او نړیوالو اورګانونو غوښته ده، چې تر دې دمه ئې ورڅخه سر غړولی دی.
شفقنا خبری آژانس راپور ورکړی ،د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په یوې مرکې کې ووئیل، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدا موضوع د ماسکو د چوکاټ دغونډې یوه مهمه موضوع ده.
کابلوف زیاته کړې ده ، پخپلو ژمنو دطالبانو عمل نه کول او په افغانستان کې ددغې ډلې دموقته حکومت یواړخیزوالی ،به د ماسکو د چوکاټ غونډې نوره د بحث وړ مهمې موضوعګانې وي.
د روسیې ددغه ډيپلوماټ په وینا ، په دغې غونډې کې به د سیمې د هیوادونو له ګټو سره اړونده اساسی موضوعګانې ،له ترهه ګرۍ سره مبارزه او په افغانستان :ې د نشه ایزو موادو له بلا سره دمبارزې او مقابلې موضوع په خاصه توګه وارزول شي.د ماسکو غونډه دستمبر د ۲۹لپاره پلان شوې ده . چې په دغې ناستې به د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم ګډون وکړي. د ماسکو مخکینۍ ناسته هم په تیر نومبر کې ترسره شوې وه. د ماسکو چوکاټ په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ملی پخلاینې له بهیر سره دمرستې لپاره جوړه شوې ده .