د پرَدیو جبهه ،د افغانستان له ملی سرچینو سره هیڅ سمون نه خوري
وس لازیات امید شته څو د ګاونډيتوب سیاست د تاوانونو په لیرې کیدا او د ګټو د جلبولو په اساس په حقیقت پال نظر کې ونیول شي او له ګاونډیانو سره په مشورو سره د افغانستان سرپرستی حکومت له خوا دغه شان سیاست اجرائي پروګرام تعقیب شي.
د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشرځانګړي استازي د افغانستان د مشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره په پرَدَیو باندې له تکیې پرته، د ګاونډیو هیوادونو د لازیاتې ملګرتیا په ضرورت باندې ټينګار وکړ.
ایسنا خبری آژانس راپوورکړی ، د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې دافغانستان په ؛فرمټ غونډې کې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان ولایت مرکز کازان ته تللی دی، نن ئې په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې ، په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې د امریکا په بې ځایه لاسوهنو او ناسمو سیاستونو باندې په سختو نیوکو سره، دپرَدیو عناصرو باندې له تکیې پرته د افغانستان د دمشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره د ګاونډیو هیوادونو په لازیاتې ملګرتیاټینګار وکړ او زیاته ئې کړه،د ا فغانستان د ګاونډیانو د جبهې په وړاندې هغه پرَدي ولاړ دی چې که څه هم له سیمې لیرې دي،خو خپلې ګټې ئې برلاسه بللي او د خپلو ټولنو دود ارزښتونه د نورو لپاره دودوي او تبلیغ ئې کوي.
کاظمي قمي ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا او دهغې ملګرو د بې دلیله او دومدارې شل کلنې نیواکګرۍ ، ښکاره کړې چې د پرَدَیو جبهه د افغانستنا له ملی ګټو سره هیڅ سمون نه خوري ووئیل،باید په نظر کې ولرو دغه مهم ته،اوس لازیات امید شته څو د ګاونډيتوب سیاست د تاوانونو په لیرې کیدا او د ګټو د جلبولو په اساس په حقیقت پال نظر کې ونیول شي او له ګاونډیانو سره په مشورو سره د افغانستان سرپرستی حکومت له خوا دغه شان سیاست اجرائي پروګرام تعقیب شي.