له غزې څخه د ملاتړ په موخه د عربي هېوادونو د پرېکړه ليک مسوده تصويب شوه
(last modified Sat, 28 Oct 2023 01:11:48 GMT )
Oct 28, 2023 05:41 Asia/Kabul
  • له غزې څخه د ملاتړ په موخه د عربي هېوادونو د پرېکړه ليک مسوده تصويب شوه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د جمعې په شپه د عربي هېوادونو له خوا وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ او په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند او د دښمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د جمعې په شپه د عربي هېوادونو له خوا وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ او په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند او د دښمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د فلسطین د مقاومت د ډلو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ د نښتو له پیله تراوسه د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړی په دې نه دی توانیدلی چې د سمدستی اوربند د رامینځته کولو لپاره کوم پریکړه لیک تصویب کړی .

د ایرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې؛ دغه پرېکړه ليک په ١٢٠ موافقو او ١٤ مخالفو رايو سره تصويب شو، صهیونیسټ رژیم او امریکا د دغه پریکړه لیک پرضد رایه ورکړه .

د کاناډا هغه اقدام چې د اسرائيلي رژيم د ملاتړ د ترلاسه کولو او د فلسطيني مقاومت او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د شخړې په باره کې د عربو هېوادونو لخوا د وړاندې شوي قرارداد د تصويب په لاره کې خنډ ګرځېدو، له ناکامۍ سره مخ شو.

له بلې خوا، کاناډا د متحده ایالاتو په ملاتړ د عربانو لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک کې تعدیل وړاندې کړ او د هغه څه د غندنې غوښتنه یې وکړه چې "د حماس لخوا غمجن بریدونه او یرغمل کول" بللي دي.

خو دغه تعديل يوازې ٨٨ موافقې او ٥٥ مخالفې رايې او ٢٣ غير حاضرې رايې ترلاسه کړې.

د الاقصی طوفان عملیات په داسې حال کې ۲۲ ورځې ته داخل شوي دي چې په غزې باندې د صهیونیسټی رژیم د وحشیانه حملو د زیاتیدو خبرونه روښانه کوي چې دغه سیمه اوس د اپارتاید رژیم د وژونکو وسلو له حملې سره مخامخ ده.

 

ټیګونه