د هند د سترې محکمې له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړي وضعیت د لغوه کیدو تایید
(last modified Tue, 12 Dec 2023 11:47:51 GMT )
Dec 12, 2023 16:17 Asia/Kabul
  • د هند د سترې محکمې له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړي وضعیت د لغوه کیدو تایید

د هندوستان سترې محکمې په جمو او کشمیر کښې د ځانګړي حالت په هکله د ۳۷۰ مادې د لغو کیدو په هکله د مرکزي حکومت فیصله تایید کړه.

د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي د هندوپال حکومت یو ډیر مهم هدف د هندوستان په خاورې کښې د جمو او کشمیر شاملول او د هغې د مالکیت په هکله د شخړې ختمول وو چې داسې ښکاري دغه هدف ته ورسید. په هم دې خاطر مودي او ګوند یې په دې وروستیو کلونو کښې په دې لړ کښې ډیرې هلې ځلې وکړې چې په کښې، په کشمیر کښې د غیرِځايي هندوانو له خوا د ځمکو د مالکیت د ترلاسه کولو د قانوني زمینې برابرول دي ترڅو د هغوي د نفوسو ترکیب او جوړښت ګډوډ کړي.

د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې پر بنسټ د دغه هېواد د حکومت له خوا د کشمیر د سیمې ځانګړی حیثیت لغوه شو، چې له مخې به یې جمو او کشمیر په بشپړه توګه د هند د مرکزي حکومت تر چتر لاندې وي. د هند د حکومت په چوکاټ کې د کشمیر د دوام لپاره یو شرط، دې سیمې ته د خاصو حقونو یا بشپړې خودمختاری ورکول و چې د هند په اساسی قانون کې هم ورته اشاره شوې وه، خو د بهارتیه جنتا هندو ګوند په دې برخه کې. په تېره لسیزه کې د هندوانو په ځانګړې توګه د سخت دریځو هندوانو، د نظر د جلبولو لپاره، پراخې هڅې کړې دي چې تر ټولو مهمې یې د هندوانو په ګټه د بابري جومات په شمول د مختلفو دوسیو ختمول وو.

د سیاسي چارو کارپوه حسین علايي وايي: "په هند کې د بي جي پي ګوند واک ته رسیدو د هندو افراطیانو لپاره طلایی فرصت برابر کړ چې ټولې هغه قضیې په خپله ګټه حل کړي چې یو اړخ ته یې مسلمانان او یا پاکستان و او اوس دوی په مختلفو برخو کې د جمعیتي جوړښت بدلولو لپاره. د کشمیر په ګډون په سیمه کښې لوې ګامونه پورته کوي تر څو په هند کې د هندوانو ځواک نور هم زیات شي.

حقیقت دا دی چې سخت دریځو هندوانو د هندوانو په حق کې د بي جی پي او لومړي وزیر نریندر مودي د ټاکنیزو ژمنو په توګه بیلابیلې قضیې راپورته کړې او اوس يې په ټاکلو وقفو سره پلي کوي. په عین حال کې، داسې ښکاري چې د هند قضایي سیسټم، په ځانګړې توګه ستره محکمه، د هند د پاکولو او د جنجالي نظریاتو د پای ته رسولو په برخه کې د هندو د تندلاري بي، جی، پي ګوند سره مرسته کوي. په همدې حال کې په هند کې بېلابېل سیاسي شخصیتونه د دغه هېواد په سیاسي، مذهبي، ټولنیز او حقوقي جوړښت کې د غیر هندوانو د حقونو د نه پاملرني د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه "احمد منصور خان" په دې هکله وايي: "د هندوستان د بیخي هندو کولو لپاره د هندو ګوندونو هڅې او د اقلیتونو حقونو ته بې پامياو په ځانګړي توګه د کشمیر د ملکیت مسله د هند د واحد جوړښت په ګټه نه ده، ځکه چې داسې ښکاري چې په هند کې ډلې د متضادو سیاستونو د پلي کولو هڅه کوي. نه یوازې دا چې د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې دوی د هند د ګڼې مذهبي، نژادي او توکمیزې ټولنې حقونه له پامه غورځوي او په دې برخه کې د بي جي پي هدف د شیو سینا او آر ایس ایس په شان د افراطي هندو ډلو او سازمانونو راضي کول دي.

په هر حال، د ټاکنو کمیسیون ته د هند د سترې محکمې حکم د 2024 کال د سپټمبر تر 30 پورې د هند د یو ایالت په توګه د جمو او کشمیر پارلماني ټاکنې ترسره کول د خپلواکۍ د حق او ځانګړي دریځ د بشپړه ختمولو په معنا دي چې د نوي ډیلي لخوا د یو حاکمیتي اصل په توګه منل شوی و. په دې وجه د سترې محکمې حکم د هند د پارلیمان(لوک سبها) د ۲۰۲۴ کال له انتخاباتو مخکښې د وزیراعظم نریندر مودي او د هغه په لاس کښې یوه ګټونکې پاڼه ګرځیدې شي چې په خپلو انتخاباتي شعارونو او ژمنو یې عمل کړی او هغه په خپلو انتخاباتي راتلونکي لپاره یې د خپلې کامیابۍ راز ګڼي.

د هند د سترې محکمې استدلال چې د جمو او کشمیر د ځانګړي حالت په اړه د اساسي قانون 370 ماده د جګړې د شرایطو له امله لنډمهاله حکم و، د پاکستان لخوا د منلو وړ نه دی او دا هیواد د کشمیر ملکیت د نوي ډیلي او اسلام آباد او حتی د کشمیر د خلکو ترمنځ  د لانجې وړ ګڼي او باور لري چې د کشمیر کړکیچ باید د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک پراساس حل شي او د ریفرنډم په ترسره کولو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې هندوستان دغه شان نظر نه لري او کشمیر نه یوازې د لانجې وړ نه ګڼي بلکې د هندوستان د خاورې نه بیلیدونکې برخه یې ګڼي چې داسې ښکاري د کشمیر خلکو هم په عمل کښې ښودلې ده چې دغه ډول هیڅ لیدتوګه نه مني.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی 

 

ټیګونه